تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر متحده عرب اماراتو د حوثيانو ډرون برید؛ درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي
د متحده عرب اماراتو پوليسو تائيد کړې چې د دغه هېواد پلازمېنه ابوظبۍ کې د تېلو په يوه ټانکر کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. بل پلو حوثي ياغيانو په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه بريدونه يې د ډرون په مرسته کړې دي.
په یمن کې حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په یوه اعلامیه کې ویلي، متحده عربي اماراتو کې یې بریدونه پیل کړي او راتلونکو څو ساعتونو کې به د دې بریدونو جزیات خپاره کړي.
د ابوظبي پولیس وايي، په صنعتي مصفح سیمه کې د تېلو زېرمو ته نژدې دریو ټانکرونو اور اخیستی او دغه راز د ښار هوايي ډګر تاسیساتو په څنګ کې هم یو ځای اور لګېدلی.
د رويټرز خبري اژانس په وينا په وژل شويو کې دوه هندي او يو پاکستان شامل دي. پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو عکسونه کې د چاودنې ځايي ښکاري چې په تور لوګي پټ دی.
تر دې وړاندې حوث ياغيانو د اماراتو کښتۍ نيولې وه چې ويل يې د دوی پر ضد کارېدونکې وسلې يې لېږدولې خو متحده عرب امارات دغه تورونه ردوي او وايي دا ملکي کارګو بېړۍ وه.
د اماراتو رسمي خبري اژانس د ځايي پولیسو له قوله وايي، پلټنو کې داسې کوچنۍ ټوټې موندل شوې دي، چې ښايي د ډرون اړوند وي.
د رویټرز رپوټ کې ویل شوي، حوثي یاغیانو چې د سعودي عرب په مشرۍ اییتلاف سره جګړه کوي، په سعودي عرب کې ډېر بریدونه کړي، خو په متحده عربي اماراتو کې د دې ډلې بریدونه ډېره مخینه نه لري، چې ډېری وخت یې په هکله اماراتي چارواکو څه نه دي ویلي.
متحده عرب امارات له هغو هېوادونو یو دی، چې د سعودي عرب په مشرۍ له حوثي یاغیانو سره په جګړه کې ښکېل دی.