د افغانستان مخکیني ولسمشر دویم مرستیال سروردانش ته 'نیوزیلنډ پناه ورکړې'

ر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، رپوټونو کې ویل شوي، سرور دانش د جنورۍ لومړیو کې اکلنډ ته رسېدلی
د خپرېدو وخت

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سروردانش ته له کورنۍ سره نیوزیلنډ حکومت پناه ورکړې.

د نیوزیلنډ خبري وېبپاڼې نیوز سټف په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلی دانش له خپلې مېرمن، دوو زامنو او دریو لوڼو سره د نوي میلادي کال پیل کې اکلنډ ته رسېدلی و.

په رپوټ کې د ځايي سرچینو له قوله ویل شوي، چې د ښاغلي دانش زامنو او لوڼو له اولادونو سره د کورنۍ ۱۳ کسانو ته نیوزیلنډ کې پناه ورکړل شوې ده.

د رپوټو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښاغلی دانش له یو شمېر نورو دولتي چارواکو او خپلې کورنۍ سره یو ځای ترکیې ته تللی و او له هغه ځایه نیوزیلنډ ته رسېدلی.

نیوزیلنډ حکومت په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد کې د افغانانو بیا مېشت کېدو غوښتنلیکونه اخیستل، خو د اګست پر ۲۵ مه یې دا لړې بېرته بنده شوه.

د سپتمبر وروستیو کې لومړۍ وزیرې جسېنډرا اردرن ویلي و، له افغانستانه د هغو نورو خلکو منلو بهیر کې چې د نیوزیلنډ له ځواکونو سره همکاري درلوده، (بل چېرې) د مېشت کېدو پر پلان غور کوي.

اوس چې دغه هېواد کې د افغانستان مخکیني دویم مرستیال ته پناه ورکړل شوې، ځینې کسانو نیوکې کړې.

د سټف رپوټ کې د یو شمېر کسانو له قوله ویل شوي، نیوزیلنډ حکومت ښاغلي دانش ته داسې حال کې پناه ورکړې، چې د سمونیار عبدالغفار هوتک په څېر کسان یې په هغه هېواد کې پرېښوول چې نیوزیلنډ ځواکونو روزنه ورکړې وه او وروسته ووژل شو.

د یادونې ده، چې سمونیار عبدالغفار هوتک د تېر دسمبر پر ۱۱ کابل کې ووژل شو او وروسته د طالبانو کورنیو چارو وزارت مسوولینو وویل، نوموړی په یوه شخصي شخړه کې وژل شوی دی.