تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اپل لومړنی شرکت شو چې ارزښت یې درې ټریلیون ډالرو ته ورسېد
د امریکا تکنالوژي شرکت اپل لومړنۍ کمپنۍ ده، چې د ونډو په بازار کې یې ارزښت درې ټریلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی.
له هغه وروسته چې ۲۰۰۷ کال د شرکت پخواني اجرايي مشر او شریک موسس سټېو جوبس لومړی ځل ایفون بازار ته وړاندې کړ، د شرکت ونډو بیې ارزښت ۵۸۰۰ سلنه پورته شوی دی.
د نیویارک ونډو بازار کې د سودا تړل کېدو پر مهال د اپل شرکت د ونډو ارزښت د درې ټریلیون له حده لږ شا ته پاتې شو او د دوه اعشاریه ۹۹ ټریلیونو په حد کې وتړل شو.
د ویډبوش ادارې اقتصادي چارو ماهر ډان ایویس وايي:
''درې ټریلیونه ارزښت ته رسېدل د اپل لپاره په داسې حال کې یو بله تاریخي شېبه ده، چې اپل له دې مخکې هم د ډېرو ګومان ناسم ثابت کړی دی. ''
د کورونا وبا مخنیوي قرنطین په ترڅ کې چې پر موبایل ټیلیفونونو، ټابلیټ او لپټاپونو د خلکو تکیه د پخوا پرتله هم ډېره شوه، د نړۍ تر ټولو لوی تکنالوژي شرکت په ۱۶ میاشتو موده کې له دوو ټریلیونو درې ټریلیون ډالرو ته د خپل ارزښت په رسولو بریالی شوی دی.
اپل له دې مخکې ۲۰۱۸ کال کې هم لومړنی شرکت و، چې د ونډو په بازار کې یې ارزښت یو ټریلیون ډالرو ته ورسېد.
که څه ایفون د اپل شرکت د پلور لویه ونډه جوړوي، خو ایپډ ټابلیټ او ماک کمپیوټرونه هم د دې شرکت په عاید کې لویه برخه لري.
د اپل سټور له لارې د سوفټویرونو پلور، د ایکلاوډ زېرمتون له لارې د موسیقۍ، ورزشي لارښود او ټیلویزیوني خپرونو پلور هم د اپل لپاره د عاید سرچینې بلل کېږی.