د روغتیا نړیوال سازمان: د اومېکرون او ډیلټا بڼې یو ځاي کېدو د کورونا وېروس توفان رامنځته کړی

د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' مشر وايي، د کورونا اومېکرون او ډیلټا بڼې یو ځای کېدو د کووېډ - ۱۹ یو څونامي 'توفان ' رامنځته کړی دی.

د ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس ادهانوم غبریاسوس دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې په امریکا او اروپايي هېوادونو کې د کووېډ نویو ناروغانو ریکارډ کچه ثبت شوې ده.

فرانسه کې دویمه پرلپسې ورځ د اروپا په کچه تر ټولو ډېر نوي ناروغان ثبت شوي چې شمېر یې ۲۰۸ زره کسانو ته رسېږي.

بل لور په امریکا کې د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې متحدو ایالتونو کې تېره ټوله اونۍ په اوسط ډول هره ورځ څه باندې ۲۶۵ زره نوي ناروغان ثبت شوي دي.

په بریتانیا، پرتګال، اسټرالیا او ډنمارک کې هم په ریکارډ کچه د نویو ناروغانو ثبت کېدو یادونه شوې ده.

څېړنې ښيي چې د کورونا اومېکرون بڼه چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې نوي ناروغان په همدې بڼه اخته دي، د ډیلټا بڼې پرتله نرم علامات لري، خو په چټکۍ سره له یوه انسانه بل ته لېږدي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، د دواړو بڼو یو ځای کېدو له کبله د کورونا وېروس د توفان بڼه غوره کړې ده.

ډاکتر ټیډروس وايي: '' دا اوس هم او راتلونکي کې هم پر روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي نظام چې د پاڼ ژۍ ته رسېدلی، سخت فشار روالي. ''

بل لور په امریکا او اروپا کې د نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره د دې هېوادونو حکومتونو خلکو د کورونا ضد واکسینو بوسټر یا پیاوړي کوونکي خوراک ورکړه پیل کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، همدا اوس په ټوله نړۍ کې هره ورځ د نژدې ۹۰۰ زره نویو ناروغانو نومونه ثبتېږي.

ډاکتر ټیډروس خبریالانو ته وویل، د شتمنو هېوادونو له لوري د بوسټر واکسین ورکړې کمپاین ''ښايي د وبا موده اوږده کړې '' ځکه په وینا یې دې سره بیوزله او هغو هېوادونو ته چې خلکو ته یې بشپړ واکسین نه رسېږي، دې لړ کې نور خنډونه هم رامنځته شوي او له همدې کبله ''وېروس فرصت مومي چې لا په چټکۍ سره خپور شي. '' ن

وموړي له ټولو غوښتنه وکړه، چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې د ټولې نړۍ ۷۰ سلنه وګړو ته د واکسین رسولو کمپاین کې برخه واخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نړۍ نژدې ۱۰۰ هېوادونه لا هم نه دي توانېدلي د خپلو ۴۰ سلنه اوسېدونکو واکسینولو اصلي هدف ترلاسه کړي.