د نړۍ لر او بر کې د کرسمس مراسم؛ په انځورنو کې
د شنبې پر ورځ د نړۍ لر او بل کې د کرسمس مراسم ولمانځل شول. د تېر کال په څېر سږ کال هم دا مراسم د کورونا وبا له کبله اغېزمن شوي وو. دلته یې ځینې په زړه پورې انځورونه کتلی شئ
په پېښور ښار کې هم عیسویانو د کرسمس مراسم ولمانځل. لاندې انځور کې د پېښور یوه کلیسا کې یو شمېر ښځې لیدل کېږي چې سلفي اخلي. د پاکستان ګڼو ښارونو کې په دې وروستیو کلونو کې د عیسویانو پر ضد کرکجن بریدونه ډېر شوي او هلته مذهبي لږکي په وېره کې ژوند تېروي.

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپلې مېرمنې جېل او خپل سپي سره د کرسمس ورځې لاندې انځور خپور کړی دی. ولسمشر بایډن د کرسمس پر ورځ د انټرنټ له لارې یو شمېر امریکایي پوځیانو سره خبرې وکړې.

د عکس سرچینه، Reuters
د کوسوو پلازمېنه پرېسټینا کې یو شمېر ماشومان د کرسمس پر شپه په کلیسا کې راټول شوي وو او مذهبي سندرې یې ویلې.

د عکس سرچینه، AFP
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسز د شنبې پر ورځ واټیکن ښار کې خلکو ته وینا وکړه. نوموړي ومنله چې د نړۍ مشرانو پر ګڼو تراژیدیو سترګې پټې کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د تایوان په تایپي ښار کې لارې او کوڅې په رنګینونو څراغونو پوښل شوې دي. دا سیمه د ځایي خلکو او سیلانیانو د چګر او ګڼې ګوڼې سیمه بلل کېږي او لوی شمېر خلک یې لیدو ته ورخي.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
All pictures are subject to copyright














