نېټلیکس؟ یو داسې ټلویزیون چې ''څټل کېږي او خوند لري''

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، یوه جاپاني پروفیسر د یوه داسې ټلویزیون لومړنۍ بېلګه چمتو کړې، چې ''څټل کېدای شي '' او د خوړو خوند لري.

د دې ټلویزیون پرده یا ښیښه کې داسې لس قوطۍ خوند شته چې ''له روغتیايي پلوه پر یوه مناسب فلم شیندل کېږي چې له پردې سره غوټه دی ''او کتونکي کولای شي، ویې څټي.

د مییجي پوهنتون پروفیسر هوميي میاشیتا وايي، دا ډول ټلویزیون له لېرې واټنه د خوراک، څښاک ماهرینو روزنې لپاره کارول کېدای شي.

نوموړی وايي، که په سوداګریزه کچه تولید شي، د دې ټلویزیون بیه به تر ۸۷۵ امریکايي ډالرو پورې ورسېږي. نوموړي رویټرز ته وویل:

''هدف دا دی چې د نړۍ په بل سر کې خلک په داسې حال کې چې کور کې ناست وي، کټ مټ داسې تجربه ولري، لکه په رستوران کې چې خواړه خوري. ''

رپوټونو کې ویل شوي، نوموړی له تولید کوونکو سره خبرې کوي، چې د وچې ډوډۍ په ګډون یو شمېر نور خوندونه هم په دې تکنالوژۍ کې شامل کړي.

یاد پروفیسر د یو شمېر داسې ذایقې محتوا چمتو کېدو وړاندوینه کوي، چې ډوانلوډ یا کښته کېدای شي.

پروفیسر میاشیتا باوري دی، چې د کوویډ - ۱۹ وبا پر مهال به خلک وکولای شي، له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه وساتي.

بل لور د خواله رسنۍ ځینې کاروونکي بیا د کورونا وبا پر مهال د داسې یوه نوښت په هکله حیرانتیا څرګندوي.

یوه کارن لیکلي ''په دې وبا کې؟ '' بل بیا طنزاً وايي: ''زیات احتمال دا دی چې د کورونا پر مهال یوه پرمختګ ته زړه ښه شوی دی. ''

پروفیسر میاشیتا او محصلینو یې د یوې ''داسې خاښۍ یا پنجې په ګډون چې د خوړو خوند زیاتوي '' په ګډون د خوند اړوند یو شمېر الات چمتو کړي دي.

نوی اختراع شوی ټلویزیون د یوې محصلې لخوا خبریالانو ته وښوول شو.

هغې له مشینه وغوښتل چې ''د خواږه شکولات خوند '' ورته وړاندې کړي او له څو ځله هڅو وروسته د ټلویزیون پر پرده دا ډول خوند خپور شو، چې محصله یې وڅکي.

رپوټونو کې ویل شوي هغې د خوند له څکولو وروسته وویل: ''د شیدو شکولاتو خوند لري. ''