تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سعودي عرب په مشرتابه ایتلافي ځواکونو یمن کې پر هوايي ډګر بمباري کړې
د سعودي عرب په مشرۍ ایتلاف ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د یمن پلازمېنه صنعا کې پر یوه هوايي ډګر برید کړی دی.
ایتلافي ځواکونه ادعا کوي، چې له دې ځایه له هېواده بهر کې بریدونو ته اسانتیا چمتو کېده.
یمن کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د توندلارو وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو تر منځ له ۲۰۱۴ کال راهیسې جګړه روانه ده.
د بمبار شوي هوايي ځواک کنټرول له تېرو څو کلونو راهیسې له وسله والو ډلو سره و، خو د بشري مرستو لپاره ملګرو ملتونو هم ترې کار اخیست.
د سعودي دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، اییتلافي ځواکونو د برید له پیلولو مخکې د ملګرو ملتونو له مرستندویانو غوښتي وو، چې له هوايي ډګره ووځي.
ايتلافي ځواکونه ادعا کوي، چې د هوايي ډګر په هغو برخو یې بمباري کړې، چې دوی یې پوځي هدفونه بولي.
د دې ځواکونو ویاند ډګر جنرال ترکي المالکي وايي، شپږ هدفونه په نښه شوي دی، چې د ډرون بریدونو، ډرون الوتکو ساتلو او د ډرون چلوونکو روزونې چارې په کې تر سره کېدې.
د دې برید د جزیات په هکله هېڅ یوه لوري نور جزیات نه دي ورکړي او د زیان په هکله هم ډېر څه نه دي ویل شوي.
یمن چې د عربي نړۍ تر ټولو بیوزله هېواد دی، د کورنۍ جګړې له رامنځته کېدو وروسته له خورا ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی. دا وروستیو میاشتو کې دې هېواد کې جګړه نوره هم توده شوې ده.
حکومت مخالفو وسله والو په مرکزي ماریب او ساحلي ښار حدیده کې بریدونه کړي او د سعودي عرب په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پلازمېنه صنعا او هغو نورو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی، چې د وسله والو په ولکه کې دي.
په ۲۰۱۵ کال کې چې حوثي یاغیانو په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی حکومت له پلازمېنې صنعا بهر کړ، ایتلاف په دې جګړې کې ښکېل شو.
په دې جګړې کې چې وروسته د سیمه ییزو قوتونو تر منځ په نیابتي جګړه بدل شو، لسګونه زره کسان وژل شوي دي.