میانمار پوځ 'په وهلو ټکولو' ملکي کسان وژلي دي

د خپرېدو وخت

د بي بي سي یوه څېړنیز رپوټ کې معلومه شوې، چې جولای میاشت کې میانمار پوځ د ملکي کسانو ډله ییزه وژنه کې لږ تر لږه څلوېښت سړي وژلي دي.

عیني شاهدانو او ژوندي پاتې کسانو ویلي، پوځیانو چې ځینې یې ان ۱۷ کن وو، کلیوال یو ځای کړي او نارینه یې له وژلو مخکې په ځانګړو ډلو کې یو ځای کړي وو.

د دې پېښو اړوند ویډیويي کلیپونو او تصویرونو کې لیدل کېږي، چې وژل شوي کسان لومړی شکنجه شوي او له وژل کېدو وروسته په ډله ییزو قبرونو کې دفن شوي دي.

دا پېښې د مرکزي میانمار په ساګاینګ نومي سیمه کې جلا - جلا شوې دي.

دا سیمه د پوځي حکومت د مخالفینو کلک مرکز بلل کېږي.

په فبرورۍ میاشت کې میانمار پوځ د کودتا له لارې واک ته ورسېد، د انګ سان سوچې په مشرۍ ټاکل شوی حکومت نسکور کړ او پر ضد یې ملکی خلکو پراخې مظاهرې وکړې.

بي بي سي د هغې سیمې له ۱۱ اوسېدونکو سره خبرې وکړې، چې دغه پېښې یې په سترګو لیدلې.

وروسته د دوی څرګندونې د موبایل ټیلیفونونو له هغو تصویرونو او کلیپونو سره پرتله شوې، چې میانمار ویټنس نومې خیریه ټولنې موندلي دي.

د یادونې ده، چې د دې ټولنې مرکز په بریتانیا کې دی او په میانمار کې له بشري حقونو د سرغړونې پېښې څاري.

د ډله ییزې وژنې تر ټولو لویه پېښه په ین نومي کلي کې رامنځته شوې، چې ۱۴ سړي د وهلو- ډبلو پایله کې وژل شوي او مړي یې په ځنګله کې خښ کړل شوي دي.

د ین کلي ځینې اوسېدونکو چې د خوندیتوب په پار یې موږ نوم نه یادوو، بي بي سي ته وویل، دغه سړي لومړی په پړي وتړل شول او له وژل کېدو مخکې سخت وهل - ټکول شوي دي.

د وژل شویو کسانو کورنۍ ټینګار کوي، چې په نښه شوي کسان د پوځ پر ضد هېڅ فعالیت کې ښکېل نه وو.

بي بي سي دغه معلومات د میانمار اطلاعاتو وزارت له مرستیال او پوځي ویاند جنرال ژاو مین تون سره شریک کړل او نوموړی د پوځیانو په لاس د ډله ییزې وژنې رپوټونه نه ردوي.

دی وايي: ''دا کېدای شي، ځکه چې دوی له موږ سره د دښمنانو رویه کوي، نو موږ حق لرو چې ځان وساتو. ''

د یادونې ده، چې ملګري ملتونه همدا اوس له بشري حقونو د میانمار پوځ سرغړوونې په هکله معلومات یو ځای کوي.