جاپان؛ د اور لګېدو یوه پېښه کې د ۲۷ کسانو وژل کېدو وېره څرګندېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د جاپان اوساکا ښار منځنۍ برخې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدو له کبله د لږ تر لږه ۲۷ کسانو مړینې په هکله اندېښنه څرګنده شوې.
د دولتي خبري شبکې این ایچ کي رپوټ کې ویل شوي، پولیس په دې هکله څېړنه کوي، چې ښايي اور په لوی لاس لګول شوی دی.
د ځايي رسنیو په لومړنیو رپوټونو کې د پېښې قربانیانو لپاره د 'کارډیوپولمونري حملې ' اصطلاح د مړینې لامل لپاره کاروول شوې، چې معمولاً د مړینې له رسمي تایید مخکې کاروول کېږي.
د ودانۍ څلورم پوړ کې لسګونو اور وژونکو بلې لمبې ووژلې او په خپرو شویو تصویرونو کې د ودانۍ له کړکیو د اور لګېدو نښې، نښانې ښکاري.
داسې باور کېږي، چې د اورلګېدو پر مهال په ودانۍ کې شته کسان په یوه کلینک کې وو.
د اور وژنې ځايي چارواکي وايي، دوی ته د اورلګېدو خبر د جمعې پر سهار ورسېد او له نیم ساعت هڅو وروسته یې اور داسې حال کې مړ کړ، چې نژدې ۲۰ مربع متر ساحه یې سوځولې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
د ودانۍ په هکله ویل کېږي، چې د اوساکا ښار له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې موقعیت لري.
پروسږ کال جاپان کې له نړیوالې جګړې وروسته یوه تر ټولو خونړۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه سړي کیوتو ښار کې یوه سړي د فلمونو ثبت یوې سټوډیو ته اور ورته کړ.
هغه پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي وو.



















