کورونا: پاکستان د مې له ۵ تر ۲۰ پورې له بهره پر ورتلونکو الوتنو بندیز لګوي

کورونا وائرس

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې د مې میاشتې له پنځمې تر شلمي نېټې پورې دغه هېواد ته پر الوتنو بندیز لګوي.

د پاکستان ملي عملیاتي مرکز این سي او سي په غونډه کې پرېکړه شوې، چې بېرته دغه هېواد ته د الوتنو اجازې په هکله به د مې میاشتې پر اتلسمه نېټه غور کېږي.

په غونډه کې د مې میاشتې له اتمې تر ۱۶ نېټې پورې د سیلګرۍ ځایونو، سوداګریزونو مرکزونو، هوټلونو او رستورانونو تړلو په هکله هم پرېکړه شوې.

پاکستاني چارواکو د کوچني اختر په مناسبت د مې له ۱۰ تر ۱۵ پورې د رسمي رخصتیو اعلان هم کړی.

د دې تر څنګ د بین الایالتي او ښارونو تر منځ ټرانسپورټ پر تګ راتګ هم بندیز لګول شوی دی.

بل لور ته د پاکستان ملي هوايي شرکت (پي ای اې) مسوولین وايي، نن شپه به د چین له بیجنګه اسلام اباد ته د واکسینو لېږدونکې درېیمه الوتکه ورسېږي.

د پي ای اې ویاند په خبره له چینه پاکستان ته د واکسین لېږدولو لپاره درې ځانګړې الوتکې استول شوې چې ټولټال یو میلیون خوراکه کورونا ضد واکسین پاکستان ته لېږدوي.

د هند په لوېدیځ بنګال کې له کورونا وبا سره سره ټاکنې

د لوېدیځ بنګال اوسېدونکي د وبا له چټکې خپرېدا سره سره ټاکنو کې برخه اخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لوېدیځ بنګال اوسېدونکي د وبا له چټکې خپرېدا سره سره ټاکنو کې برخه اخلي.

د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې ځايي اوسېدونکي داسې حال کې ټاکنو کې برخه اخلي چې د کوویډ ۱۹ ناروغانو شمېر پرلپسې زیاتېږي.

د رایې ورکولو مرکزونو په شاوخوا کې داسې حال کې د خلکو اوږده کتارونه لیدل شوي، چې په دغه هېواد کې د کورونا وبا دویمې څپې له کبله د نویو ناروغانو شمېر ډېرېدو ته اندېښنې په ډېرېدو دي.

د چارشنبې پر ورځ دغه ایالت کې د ۱۷۰۰۰ نویو کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ثبت شوی او ماهرین وېره څرګندوي چې ښايي ژر دغه ایالت د وبا پر یوه بل مرکز بدل شي.

په ټول هند کې د پنجشنبې پر ورځ د کوویډ- نولس ۳۷۹ زره ۲۵۷ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي، چې دا په نړۍ کې په یوه ورځ کې د نویو ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د افغانستان او ایران تر منځ پوله تړل شوې

اسلام کلا پوله د مسافرو پر مخ تړل شوې
د عکس تشریح، اسلام کلا پوله د مسافرو پر مخ تړل شوې

د افغانستان هرات والي دفتر مسوولین وايي، ایراني چارواکو په اسلام کلا سیمه کې د کورونا نوې څپې مخنیوي په پار د مسافرو پر مخ خپله پوله تړلې ده.

د هرات ولایت پر فېسبوکپاڼه لیکل شوي، د کورونا نوي ډول وېروس مخنیوي په پار به له نن (پنجشنبې - ثور یا غوايي نهمې) د اسلام کلا پوله وتړل شي.

د هرات ولایت مسوولینو په خبره سرحدي دروازه یوازې د مسافرو پر مخ تړل کېږي، خو د ټرانزیټي او بارچالاني وسایطو تګ راتګ به دوام لري.

مسوولین وايي، د اسلام کلا له لارې هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې افغانان ایران ته سفر کوي او له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې افغان کډوال په خپله خوښه یا اجباري توګه له ایرانه افغانستان ته ځي.

ترکیه کې لومړی ځل بشپړ قرنطین اعلان شو

ترکیه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډېر ماهرین نوي قرنطین ته خوښ دي، ځکه په وینا یې دا مهم دی

ترکیه کې د کوویډ-۱۹ له کبله د ناروغانو او مړینې شمېرو له ډېرېدو وروسته چارواکي پر پنجشنبه د لومړي بشپړ قرنطین پلي کولو لپاره چمتوالی کوي.

تېر نومبر کې د یو لړ محدودیتونو له لګېدو وروسته ترکیه کې د ناروغانو او مړینې شمېر کې پاموړ کموالی راغی، خو د هغو محدودیتونو له نرمښت سره سم مارچ کې ترکیه د کورونا دویمه څپه خپره شوه.

په روانه اپریل میاشت کې بیا دغه څپه اوج ته ورسېده او په یوه ورځ کې د نویو ثبت شویو ناروغانو شمېر ۶۰ زره کسانو ته ورسېد او دغه راز د کوویډ - ۱۹ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ تنو پورې ورسېد.

معترضین وايي، د ناروغانو شمېر ډېرېدو یو لامل دا دی چې حکومت له وخته مخکې بندیزونه نرم کړل او د واکسین بهیر هم پڅ پر مخ ځي.

ترکیه کې د ټولټال ۸۲ میلیونه ترکانو له نفوسه تر اوسه ۲۲ میلیونو کسانو ته واکسین ورکړل شوي دي.