کورونا وېروس: د فنلډ لومړۍ وزیرې نایټ کلب ته د تلو له کبله بښنه وغوښته

لومړۍ وزیرې سانا مارین د قرنطین لارښود نه کتلو له کبله بښنه غوښتې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړۍ وزیرې سانا مارین د قرنطین لارښود نه کتلو له کبله بښنه غوښتې
د خپرېدو وخت

د فنلډ لومړۍ وزیرې سانا مارین له هغه وروسته بښنه غوښتې چې د کوویډ - ۱۹ له یوه ناروغ سره له تماس وروسته کلب ته تللې وه.

پر شنبه د اغلې مارین په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر کورونا معاینه مثبته ثابته شوه، او نوموړې له هغه سره له لیدو څو ساعته وروسته پلازمېنه هیلسنکي کې د شپې مهال ساعت تېري لپاره بهر وتلې وه.

نوموړې په لومړي سر کې له ګوښه کېدو ځکه انکار کړی و، چې په وینا یې واکسین یې بشپړ کړي دي، خو وروسته یې هغه لیکلی پیغام نه و لیدلی، چې د داسې کولو مشوره پکې ورکړل شوې وه.

پر نوموړې تر هغه مهاله نیوکې کېدې، چې کورونا معاینه یې منفي ثابته شوه.

د فنلنډ ۳۶ کلنه سوشل دیموکراته لومړۍ وزیره وايي، د ګوښه کېدو په تړاو یې لیکلی پیغام ځکه نه دی لیدل، چې کاري ټیلیفون ته یې استول شوی و او دې هغه ټیلیفون کور کې پرې ایښی و.

دا وايي، پر یکشنبه یې د لیکلي پیغام له لوستلو وروسته سملاسي کورونا معاینه وکړه، چې وروسته منفي وخته. نوموړې په لومړي سر د خپلې کړنې دفاع وکړه او په وینا یې د خپل وزیر مشوره یې منلې وه.

خو وروسته پر دوشنبه په یوه فېسبوک پیغام کې اغلې مارین وویل، باید لارښود یې دویم ځل هم کتلی وای او سم قضاوت یې کړی وای.

مارین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اغلې مارین وايي، لومړي سر کې مشوره ورکړل شوې وه چې قرنطین ته اړتیا نه لري.

نوموړې په دې پیغام کې وویل: ''زه له دې کبله خورا ډېره بښنه غواړم چې پوه نه شوم، باید داسې وکړم. ''

د فنلنډ کورونا ضد لارښود له مخه هغه کسان چې بشپړ واکسین یې کړي وي، د کوویډ له ناروغ سره له تماس وروسته هم ګوښه کېدو ته اړتیا نه لري.

خو په لارښوود کې ویل شوي، په داسې صورت کې د کورونا له معاینې مخکې باید خلک په رضاکارانه ډول ځان ګوښه کړي.