تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سرګي لاوروف; پر هند به د ایس ۴۰۰ توغندیو د پلور معامله پرمخ لاړه شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي پر هندوستان د ایس ۴۰۰ ډوله هوايي دفاع لپاره د توغندیو سیستم پلورلو معامله د امریکا له هڅو سره سره چې د دې معاملې د مخنیوي لپاره شوې پرمخ لاړه شي.
په هند کې یوې خبرې غوندې ته د وینا پرمهال ښاغلي لاوروف وویل هندوستان د یوه خپلواک هېواد په توګه دا روښانه کړې چې څه ډول وسلو ته اړتیا لري او له کوم ځای نه به یې اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین هم نن دوشنبه په یوه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د هند پلازمېنه نوي ډیلي ته سفر کوي او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره به یوځای په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
تمه ده چې دواړه مشران دفاعي هوکړې هم لاسلیک کړي چې له مخې به یې روسیه کې جوړ ایس ۴۰۰ ډوله توغندي چې له ځمکې نه هوا کې اهداف په نښه کولای شي هندوستان ته ورکول کېږي، او د هندوستان لپاره به سلګونه زره اې کی ۲۰۳ ډوله ټوپکې جوړې شي.
له روسیې نه د توغندیو سیستم اخیستلو امریکا په غوسه کړې چې له امله یې د بندیزونو د لګولو ګواښ هم کړی دی.
خو په ډیلي کې د بي بي سي د سویلي اسیا د چارو خبریال وايي له چین سره د چلن په برخه کې د هندوستان ارزښت ته په کتو داسې نه بریښي چې امریکا دې پر هندوستان د بندیزونو لګولو لپاره کوم اقدام وکړي.
په پام کې ده چې د روسیې ولسمشر او د هندوستان لومړی وزیر د افغانستان د حالاتو او له چین سره د اړیکو په اړه هم خبرې وکړي.
مسکو او ډیلي د سړې جګړې له مهال راهیسې اړیکې لري او اوس د بل هر وخت پرتله ډېرې پیاوړې شوې دي.