تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا؛ هند کې لومړی ځل پر نوې بڼه اخته کسان موندل شوي، امریکا ته د سفر لړ کې نوي بندیزونه لګېدلي
د هند په سویلي کرناټک ایالت کې د دوو کسانو کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون معاینات مثبت ثابت شوي دي.
هندي چارواکي وايي، دې کې یو ۶۶ کلن سړی له سویلي افریقا هند ته تللی او بېرته له دې هېواده وتلی دی.
دویم کس په بنګلورو ښار کې یو ۴۶ کلن ډاکتر دی، چې سفر یې نه دی کړی.
دا په هند کې لومړني کسان دي چې د کورونا وېروس پر نوې بڼې اومېکرون اخته کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې مخکې خبرداری ورکړی، چې د کورونا وېروس دا بڼه په خورا چټکۍ سره خپرېدای شي.
د هند عامې روغتیا چارواکو د پنجشنبې پر ورځ یوه خبري غونډه کې وویل، دواړه ناروغو کسانو کې د متوسطې کچې علامات لیدل شوي دی.
چارواکي وايي، د هغو ټولو کسانو کورنا معاینات یې اخیستي چې له دې کسانو سره یې لومړی او دویم ځل لیدلي دي.
په دې هکله یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي، تر اوسه د داسې پنځو کسانو کورونا معاینات مثبت ختلي چې له ۴۶ کلن ډاکتر سره یې لیدلي وو.
دغه ټول کسان قرنطین شوي دي او د معایناتو بېلګې د لا زیاتو معلوماتو لپاره لابراتورونو ته استول شوې دي.
د سویلي افریقا اوسېدونکی بنګلورو ښار ته د نومبر پر ۲۰ مه رسېدلی و.
په هوايي ډګر کې د نوموړي کورونا معاینه مثبته ثابته شوې وه او له هغه وروسته یې ځان په هوټل کې قرنطین کړی و. په رسمي اعلامیه کې ویل شوي، دوې ورځې وروسته د نوموړي جینوم ډوله معاینات شوي.
چارواکي وايي، ده خپله له یوه شخصي لابراتواره معاینه کړې چې منفي ثابته شوې ده.
له هغه وروسته یې ټیکسې نیولې، هوايي ډګر ته رسېدلی او د دوبۍ پر لور تللی دی.
چارواکي وايي، داسې لسګونه کسانو معاینات یې کړي چې دې سړي سره یې لیدلي او د ټولو معاینات منفي ثابت شوي دي.
په کرناټک کې پر کورونا وېروس نوې بڼې دوو ناروغانو له موندل کېدو وروسته اعلی وزیر باسواراج بومای وايي، حالت له نژدې څاري.
بل لور پلازمېنه ډیلي او مهاراشټر ایالت کې پر کورونا د ۱۲ اخته کسانو جینوم ډوله معاینات شوي چې معلومه شي، د وېروس پر نوې بڼه اخته شوي او که نه.
هند د هغو هېوادونو سره د سفر لړ کې نوي بندیزونه لګولي چې له زیات 'خطر ' سره مخامخ بلل کېږي او بریتانیا، سویلي افریقا، نیوزلنډ، بنګله دېش، هانګ کانګ او اسراییل پکې شامل دي.
د کورونا نوې بڼې اومېکرون په هکله ویل کېږي چې په خورا چټکۍ سره خپرېږي، خو ماهرین وايي، تر درې اونیو پورې نور وخت ته اړتیا ده، چې د کورونا ضد واکسین پر وړاندې د وېروس نوې بڼې اغېز بشپړ معلومات وشي.
د چمتوالي خبرداری
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ټول هېوادونه باید د کورونا وېروس نوې بڼې مخنیوي لپاره چمتوالی وکړي.
د ارام سمندر لوېدیځې سیمې لپاره د دې ادارې استازی تاکشي کاسای وايي، د هغو هېوادونو شمېر په ډېرېدو دی، چې د کورونا وېروس پر نوې بڼه د اخته کسانو شمېر پکې زیاتېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سفري بندیزونه ښايي د وېروس د دې بڼې خپرېدل سوکه کړي، خو په وینا یې نورو هېوادونو ته د رسېدو مخه یې نه شي نیولای.
د دې ادارې مسوولین وايي، اوسمهال داسې هېڅ ثبوت نه شته چې د وېروس خپراوي لړ کې د تګلارو بدلون لازمي دی.
امریکا ته د سفر لړ کې نوي بندیزونه
د امریکا حکومت د کورونا وېروس نوې بڼې مخنیوي لپاره نوې ستراتيژي اعلان کړې، چې دغه هېواد ته د سفر لړ کې نوي بندیزونه هم پکې شامل دي.
د نویو اقداماتو له مخې به له راتلونکې وروسته هغه ټول کسان د کورونا مخنیوي واکسین تر څنګ امریکا ته له روانېدو ۲۴ ساعته مخکې کورونا معاینه هم وکړي.
له دې مخکې د کورونا هغه معاینات هم د منلو وړ بلل کېدل چې امریکا ته له سفر پیلولو ۷۲ ساعته مخکې به شوي وو.
په عامه ټرانسپورټ کې د ماسک کارولو لازمي امر تر راتلونکي مارچ میاشتې پورې غځول شوی او میلیونونه داسې معاینات به وېشل کېږي، چې خلک یې په کورونو کې خپله ترسره کولای شي.
د کالفورنیا، کولوراډو، مینیسوټا او نیویارک په ګډون د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې تر اوسه د کورونا وېروس پر نوې بڼه اخته لس کسان موندل شوي دي.