له سويلي افريقا هالنډ ته د تلونکې الوتکې لسګونه مسافر په کورونا اخته وو

د خپرېدو وخت

د هغو ۶۱ کسانو کورونا معاینات مثبت ثابت شوي، چې دوو الوتنو کې له سویلي افریقا د هالنډ امسټردام ښار هوايي ډګر ته ورسېدل. دغه کسان اوس شیفهول هوايي ډګر ته نژدې یوه هوټل کې قرنطین شوي دي.

دا کسان د هغو نژدې ۶۰۰ کسانو له ډلې دي چې امسټرډام ته له رسېدو وروسته د کوویډ - ۱۹ معایناتو لپاره تر څو ساعتونو پورې په هوايي ډګر کې ایسار ساتل شوي وو.

هالنډي چارواکي دې لړ کې نور معاینات هم کوي، چې معلومه کړي دې کې خو به څوک داسې نه وي چې د کورونا وېروس پر هغه نوې بڼه اخته وي، چې پرون د روغتیا نړیوال سازمان د اومېکرون په نامه ونوموله.

د کورونا وېروس دا نوې بڼه روغتیا نړیوال سازمان د نومبر پر ۲۴ مه سویلي افریقا کې وپېژندله.

بل لور له تېرو څلروېشتو ساعتونو راهیسې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو کې له سویلي افریقا سیمې سره د سفر لړ کې تازه بندیزونه لګول شوي دي.

د هالنډ ملي هوايي شرکت (کې ایل ایم) دغه الوتنې د جمعې پر ورځ لس نیمې او ۱۱ بجې امسټردام هوايي ډګر ته ورسېدې.

د دې الوتنو له رسېدو مخکې هالنډ حکومت د سویلي افریقايي سیمې سفر لړ کې بندیزونه اعلان کړي وو او د مسافرو له کوزېدو سره سم یې د دوی ځانګړي کولو او معایناتو لپاره اقدامات وکړل.

په ورته مهال هالنډ له اروپايي هېوادونو یو دی چې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو شمېر په خورا چټکۍ سره پکې زیات شوی دی.

دغه هېواد په ځینو برخو کې د یکشنبې له ورځې د هغه قرنطین موده لږ تر لږه تر ۱۹ دسمبر پورې غځول کېږي چې له مخې یې د مازدیګر له پنځو بیا د سهار تر پنځو بجو پورې پر هر ډول مېلمسیتاوو او کلتوري فعالتیونو بندیز لګول شوی دی.