روغتیا نړیوال سازمان: کورونا تر راتلونکي پسرلي اروپا کې ۷ لکه نور کسان وژلی شي

A medic works in an intensive care unit for Covid patients in Antwerp, Belgium. Photo: November 2021

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یاد سازمان پر ناواکسین شویو خلکو غږ کړی چې واکسین ولګوي او د تراژیدۍ مخه ونیسي
د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې کورونا وېروس کولای شي چې تر راتلونکې مارچ میاشتې په اروپا او د اسیا ځینو برخو کې ۷ لکه نور کسان هم ووژني.

کورونا وېروس په هغو ۵۳ هېوادونو کې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې 'اروپایي ساحه' بولي، وار د مخه یو نیم میلیون کسان وژلي‌ دي.‌

یاد سازمان وایي، تر راتلونکي پسرلي له دې ډلې په ۴۹ هېوادونو کې به روغتونونو کې د جدي ناروغانو شمېر خورا لوړ شي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې ټوله اروپا کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر په زیاتېدو دی او حکومتونه یې اندېښمن کړي.

اتریش وار د مخه په ټول هېواد کې قرنطین اعلان کړی او ګڼو نورو اروپایي هېوادونو هم په دې اړه غور پیل کړی.

د فرانسې، جرمني او یونان په ګډون ځینې هېوادونه ښایي خپلو واکسین شویو وګړو ته سپارښتنه وکړي چې د دریم ځل لپاره دې هم بیا واکسین ولګوي.

خو ګڼو اروپایي هېوادونو کې د حکومتونو د تازه ګامونو او بندیزونو پر ضد احتجاجونه هم شوي دي.

تر ټولو پراخ لاریونونه په هالنډ کې ولیدل شول، چېرې چې پرلپسې څو شپې د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ اخ و ډب روان و.

اروپا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ګڼو اروپایي هېوادونو کې خلکو د کورونا بندیزونو پر ضد لاریونونه کړي

خو د روغتیا نړیوال سازمان خپله تازه اعلامیه کې ویلي، کورونا وېروس دا مهال په 'اروپایي ساحه' کې د وګړو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی.

یاد سازمان همدا راز ویلي، په تېرو څو ورځو کې د کووېډ-۱۹ له کبله د ورځنیو مړینو شمېر دوه چنده شوی او ۴۲۰۰ ته رسېدلی.

یوازې په روسیه کې په دې وروستیو کې له کورونا وېروس د ورځنیو مړینو شمېر له ۱۲۰۰ اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د دې مړینو لوی لامل د کورونا وېروس 'ډېلټا بڼه' او هغه کسان دي چې واکسین یې نه دی لګولی.‌

د دې سازمان د اروپا څانګې مشر ډاکټر هانس کلوګ پر وګړو غږ کړی چې واکسین ولګوي او د بېځایه تراژیدۍ مخه دې ونیسي.

یاده دې وي‌ چې د روغتیا نړیوال سازمان د اروپایي هېوادونو په ګډون اسرائیل او د تاجکستان او ازبکستان په څېر د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه هم د 'اروپایي ساحې' برخه بولي.