کورونا وېروس: اروپايي هېوادونو کې قرنطین ضد تاوتریخجنې مظاهرې شوې

د عکس سرچینه، EPA
اتریش چارواکو له پراخو مظاهرو سره سره په ټول هېواد کې د کورونا وېروس مخنیوي په موخه قرنطین پلی کړی دی. بل لور په ځینې نورو اروپايي هېوادونو کې هم د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته بندیزونه لګېدلي دي.
په بلجیم او هالنډ کې پولیس او هغه کسان لاس او ګرېوان شوي، چې د قرنطین له پلي کېدو سره یې د مخالفت په پار مظاهرې او لاریونونه کړي.
اتریش وايي، له بهره د ورتلونکو کسانو لپاره به بندیزونه یو څه نرم کړي.
بل لور په انګلستان کې روغتیايي چارواکي وايي، سر له ننه (دوشنبه) هغه کسان د کورنا ضد واکسین اضافي خوراک اخیستلای شي چې عمرونه یې له ۴۰ کلنۍ پورته دي.
د انګلستان عامې روغتیا ادارې (این ایچ اېس) طبي څانګې مشر پروفیسر سټېفن پویس بي بي سي ته وویل: ''د واکسین درېیم خوراک د کوویډ او ځینې نورو سختو ناروغیو پر وړاندې پیاوړی خوندیتوب رامنځته کوي. '
نوموړی وايي، د هغو کسانو لپاره چې په شرایطو برابر دي، د دې خوراک ترلاسه کول خورا اړین دي.
نوموړی وايي، د واکسینو په هکله به د حکومت سلاکارانو له مشورې وروسته ځوانانو ته د دې درېیم خوراک ورکولو په هکله پرېکړه کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
له دې مخکې تېره ورځ برسلز کې د قرنطین پر ضد یو شمېر خلک لارو کوڅو ته وتلي وو او پر پولیسو یې د ډبرو ګوزارونه وکړل.
احتجاج په لومړي سر کې سوله ییز وو، خو وروسته پولیسو د مظاهره کوونکو خپرولو لپاره پر دوی اوبه وشېندلې او اوښکې بهوونکی ګاز یې وکاراوه.
بلجیم کې بیا ځینې ځايی اوسېدونکي د هغو کوویډ جوازونو پر ضد احتجاج کوي چې له مخې یې ناواکسین شوي کسان رستورانونو او د ساعت تېري ځایونو ته نه پرېښوول کېږي.
په هالنډ کې درېیمه پرلپسې ورځ هم دې لړ کې احتجاجونه شوي.
د دې هېواد یو شمېر ښارونو کې تاوتریخجنې مظاهرې شوې او په ګرونینګین ښار کې بلوا ضد پولیس ځای پر ځای شوي دي.
په اتریش کې د واکسین اخیستل جبري شوي او په جرمني کې چارواکي وايي، د ناواکسین شویو ازادۍ ښايي محدودې شي.



















