کورونا وېروس: اتریش چارواکي په ټول هېواد کې قرنطین لګوي

له دریو یو اتریشی وګړی نه دی واکسین شوی، چې لویدیځه اروپا کې تر ټولو ټبټ شمېر دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له دریو یو اتریشی وګړی نه دی واکسین شوی، چې لویدیځه اروپا کې تر ټولو ټبټ شمېر دی.
د خپرېدو وخت

د هغو کسانو له قرنطین کولو څو ورځې وروسته، چې کوویډ ضد واکسین یې نه دي کړي، اتریش چارواکي اوس له دوشنبې ورځې د ټول هېواد په کچه بشپړ قرنطین پیلوي.

د هېواد چانسلر یا صدراعظم الکساندر شالنبیرګ وايي، دا قرنطین به لږ تر لږه ۱۰ ورځې دوام وکړي او د ۲۰۲۲ کال د فبروري له لومړۍ نېټې مخکې باید د هېواد ټول وګړي واکسین شي.

اتریش په لویدیځه اروپا کې هغه هېواد بلل کېږي، چې د کوویډ نویو ناروغانو شمېر پکې تر ټولو ډېر او د واکسین شویو کسانو شمېر پکې تر ټولو لږ دی.

پر کورونا وېروس د نویو اخته شویو کسانو شمېر له ډېرېدو وروسته یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم د وېروس مخنیوي لړ کې ځینې نوي بندیزونه لګولي دي.

د هېواد په یوه لویدیځ سیل ځای کې د اتریش نهو ایالتونو له والیانو سره له لیدنې وروسته چانسلر شالنبیرګ وویل:

''موږ نه غواړو د (کوویډ) پنځمه څپه ووینو. ''

بل لور د سلواکیا لومړی وزیر ایډوارډ هیګر ویلي، د ناواکسین شویو کسانو لپاره به خپل هېواد کې پر دوشنبه فرنطین پیل کړي.

د دې تر څنګ په چیک جمهوریت کې هم همدې لړ کې یو شمېر خدمتونو ته لاسرسی محدودیږي.

جرمني کې بیا چارواکو تایید کړې چې په هغو سیمو کې به قرنطین پلی کړي چې پر کورونا وېروس ډېر اخته اوسېدونکي یې په روغتونونو کې بستري شوي دي.

دا بندیزونه به د جرمني له ټولو ۱۶ ایالتونو پر ۱۲ باندې اغېز وکړي.