قریشي: غني د هند په لمسون د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړول

شا محمود قريشي او اشرف غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تور لګولی دی چې د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د هند په لمسون د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړول.

ښاغلي قریشي دا څرګندونې سه شنبه د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستان د پارلمان د بهرنیو چارو کومېټې یوې ځانګړې ناستې ته کړې دي.

نوموړي همدا راز تور لګولی چې هند د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ناسم تبلیغات کوي او غواړي چې 'د نړیوالو سترګو ته خاورې ور وشیندي'.

پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي قریشي دې وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې خپله او د حکومت نورو مهمو چارواکو پر پاکستان تورونه لګولي چې افغانستان کې بې ثباتي غواړي.

یاده دې وي چې پاکستان همدا تېره اوونۍ د ټرویکا-پلس هېوادونو د غونډې کوربه و، چې په کې د افغانستان لپاره د امریکا، چین، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو ګډون درلود.

بله خوا هند کې هم څو ورځې وړاندې د افغانستان د ګاونډیو او د مرکزي اسیا د ځینو هېوادونو د امنیتي چارواکو غونډه شوې وه.

په تېره اګست میاشت کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان له دې ډلې سره نږدې اړیکې ساتلې دي او پر نړیوالې ټولنې هم بیا بیا غږ کوي چې باید طالبانو سره تعامل وشي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سه شنبه د پارلماني کومېټې ځانګړې ناستې ته وویل، نړیوالې ټولنې ته یې قناعت ورکړی چې باید افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.

پاکستان د هغو کمو هېوادونو په ډله کې دی چې دا مهال په کابل کې فعال سفارت لري، او له افغانستان د بهرنیو او اړمنیو افغان وګړو د ایستلو بهیر کې یې هم امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو سره مرسته کړې.

بله خوا هند، چې په تېرو شلو کالو کې یې له افغان دولت سره نږدې اړیکې درلودې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان په اړه ښکاره سیاسي تګلاره نه لري.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د تېرو درې میاشتو په موده کې د هند چارواکو په تکرار ویلي چې له افغانستانه د احتمالي امنیتي خطرونو په اړه اندېښنې لري.

خو افغان طالبان ټینګار کوي چې د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته خطر نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د پارلمان غړو ته خپله وینا کې ټینګار کړی چې له افغانستان لاس اخیستل او اړیکې ورسره پرې کول به د امریکا او نړیوالې ټولنې په تاوان وي.

په افغانستان کې د هند او پاکستان سیاسي، دیپلوماتیکه او ان امنیتي سیالي کومه پټه خبره نه ده، خو د دواړو هېوادونو په تګلارو کې ښکاره توپیر لېدل شوی.

هند د تېرو شلو کالو په موده کې هڅه وکړه چې د افغانستان له مرکزي حکومتونو سره نږدې اړیکې وساتي او د افغانستان بیا رغونه، کلتوري اړیکو ټینګونو او معارف برخه کې یې د پام وړ مرستې وکړې.

خو د افغانستان له اوسنیو حکومتونو سره د پاکستان اړیکې تر ډېره ترینګلې پاتې شوې او د تېرو شلو کالو موده کې دواړو هېوادونو پر یو بل بېلابېل تورونه لګول.

پاکستان په تېرو دوو کالو کې د افغان سولې بهیر او د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ مذاکراتو کې هم مهم رول درلود.