هغه سیمې چې له ډېرې ګرمۍ په کې د ورځې کار او د شپې خوب نه کېږي

Graphic image showing someone looking into the sun and alongside a photo of the Earth

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د اقليم بدلون نور د راتلونکي کيسه نه ده ځکه اغېزې يې اوس د نړۍ په ډېرو برخو کې څرګندېږي.

اوسمهال په میليونونو خلک د سختې تودوخې، ځنګليزو اورونو او سېلابونو په څېر له ګواښونو سره مخ دي. بي بي سي له هغو کسانو سره خبرې کړې چې د سختې ګرمۍ له امله يې ژوند ډېر بدل شوی دی.

Short presentational grey line

"زموږ د شپې خوب ورک دی"

Woman wiping sweat from her brow

شکيله بانو ډېری وخت له خپلې کورنۍ سره د خپل يو پوړيز کور پر چت ويدېږي. نوموړې چې د هند احمد اباد ښار اوسېدونکې ده هلته د شپې سخته ګرمي وي او په بندو کوټو کې خوب کول بېخي ناشوني دي.

نوموړې وايي، چې "کله ناکله خو د کور پر بام ګرځېدل هم ستونزمن وي. دا ډېره سخته ده. زموږ د شپې خوب حرام دی".

شکيلا چې په کوم کور کې له خپل مېړه، لور او دريو لمسيانو سره ژوند کوي، کړکۍ نه لري او د تودوخې مخنيوي لپاره يوازې يوه پکه لري.

د اقليم د بدلون له امله د هند په ډېرو ښارونو کې د تودوخې کچه د سانتي ګرېډ ۵۰ درجو ته ختلې ده. په ځانګړې توګه په ګڼ مېشتو او تنګو سيمو کې د تودوخې کچه لوړه ده. کانکرېټي دېوالونه تودوخه جذبوي چې له دې امله د تودوخه کچه نوره هم لوړېږي چې د شپې له خوا په کې کموالی نه راځي. کله خو د لمر له لوېدو وروسته هوا نوره توده شي.

د نورو خلکو د کورنو په څېر د شکيلا په کور کې هم د تودوخې کچه له ۴۶ سانتي ګراد څخه لوړه وي، چې له امله يې د دې سرګرځي، لسميان يې د خارش، اسهال او د تودوخې له کبله له ستړيا شکايت کوي.

په داسې حالاتو کې حتی د تودوخې سره د مبارزې دوديزې لارښوونې لکه لېمو او د لېمو اوبه هم بې ګټورې نه وي.

خو د شکيلا کورنۍ يو څه پيسې په پور اخيستې او د کور چت يې سپين رنګ کړی دی. ځکه سپين رنګ د لمر تودوخه نه جذبوي او د کور دننه تودوخه ورسره له دريو څخه تر څلورو درجو راټیټيږي.

شکيلا د دې اغېز سملاسي محسوس کړی، دا خپل يوه لمسي ته په اشاره وايي، "مخکې له دې هغه ماسپښين نشوی ويده کېدی خو اوس په ارام خوب کوي."

Short presentational grey line

"ګرمي د اور په څېر ده"

Sidi Fadoua

د سيدي فداع په وينا دی د ګرم ځای اوسېدونکی دی. د افريقا په لوېديځ کې شمالي موريتانيا دومره ګرمه ده چې د خلکو لپاره هلته ژوند او کار کول ناممکن شوي دي. "دا عادي تودوخه نه ده، دا د اور په څېر ده".

سيدي د صحارا دښتې په يوه کلي کې ژوند کوي او هلته د مالګي په نژدې کان کې کار کوي او له دې لارې خپله کورنۍ پالي. په کانونو کې کار خورا ستونزمن دی او د ورځې په اوږدو کې د تودوخې له امله کار کول ناشوني شوي دي.

دی وايي، "موږ ماشينونه نه يوو چې د دومره تودوخې پر وړاندې مقاومت وکړو. "

ګرمۍ د کار فرصتونه هم کم کړي دي، اوس د هغو خلکو لپاره چې پخوا څاروي هم ژوند ګران کړی دی، ځکه په سيمه کې هېڅ شنه واښه نه دي پاتې.

د خپلو نورو ګاونډیانو په څېر، سيدي يوه ساحلي ښار نواديبو ته تللی، هلته سمندري بادونه ښار سوړ ساتي.

د سيدي په وينا خلک ګرمي نشي زغملی او اوس ټول غواړي له دې ځايه کډه شي.

سيدي په نودايبو ښار کې د کب نيولو په برخه کې د دندې په لټه کې دی. دلته د سمندر هوا کولی شي له تودوخې د خلاصون يوه لاره ور برابره کړي. د نورو خلکو لپاره چې له کليوالي سيمو څخه ښار ته ځي کاري فرصتونه کم دي.

Short presentational grey line

"کله چې زه ماشومه وم حالت داسې نه و"

Joy

جوی چې د نايجريا ډېلټا سیمه کې اوسېږي وايي کله چې زه ماشومه وم هوا داسې نه وه. دا د نړۍ يوه تر ټولو ککړه سيمه ده چې د تودوخې کچه په کې ورځ تر بلې زياتېږي.

جوی د تېلو څاګانو لمبو ته ټاپيوکا وچوي او بيا يې پلوري. دې خپل وېښتان لنډ کړي وايي د هوا څپې يې بيا وېښتان سوځی.

دلته اور لګېدنه يوه لويه ستونزه ده. دا اورونه په حقيقت کې د ګاز سوځولو له امله لګېږي او لمبې يې تر شپږو مترو پورې لوږېږي چې په اتموسفير کې د کاربن ډای اکسايد د خپرېدو لوي لامل ګرځي.

د اقليم بدلون دلته هر څه ويجاړ کړي. د هېواد په شمال کې حاصلخېزې ځمکې اوس په دښتو بدلې شوې او جنوب سيمې د سېلابونو له امله اغېزمنې شوې دي. د ځايي خلکو په وينا په پخوانيو وختونو کې داسې نه وو.

جوی وايي دلته ډېری خلک دومره زدکړې نه لري چې دهوا د چټک بدلون په زيانونو پوه شي. سره له دې چې د هغې ژوند د اور له لمبو سره تړلی خو بيا هم له حکومته غواړي چې د ګازو سوځولو بهير بند کړي.

Short presentational grey line

"دا بالکل عادي تودوخه نه ده"

Om Naief

شپږ کاله وړاندې ام نعيف پرېکړ وکړه چې کويت کې د لويې لارې سره نژدې د دښتې يوه برخه کې ونې وکري. د کویت دغه پخوانۍ حکومتي کارکوونکې د تودوخې او شګو زياتېدو اندېښمنه کړې وه.

دا وايي، ما له خپلو چارواکو سره خبرې وکړې خو هغوی ويل چې په شګو کې هېڅ نه شي کرل کېدی. مځکه ډېر شګلنه ده او د تودوخې درجه هم ډېره لوړه ده خو ما غوښتل داسې يو کار وکړم چې ټول حيران کړي.

ام نعيف په منځني ختيځ کې ژوند کوي، دلته د تودوخې کچه د نورې نړۍ پرتله په چټکۍ سره لوړېږي، په کويت کې خو د تودوخې کچه حتی د زغملو وړ نه ده. دلته د تودوخې کچه معمولا ۵۰ سانتي ګراد وي او د ځينو وړاندوینو له مخې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د لته د تودوخې کچه څلور سانتي ګراده نوره هم لوړه شي.

د ام نعيف له خوا کرل شوې ونې ډېرې نه دي خو ګټه يې زياته ده. ونې دوړې او ککړتيا کموي، هوا پاکه ساتي او د تودوخې شدت کموي. څاروي هم دغو ونو ته مخه کوي. هلته اوس سيوري شته، اوبه شته او ښکلی ښکاري.

په کويت کې اوس خلک په لويه کچه د ورته "شنه کمربند" غوښتنه کوي، ام نعيف په دې باور ده چې دوی بايد د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

دا وايي، "دا تودوخه عادي نه ده. دا زموږ د پلرونو خاوره ده. دې موږ ته ډېر څه راکړي اوس د دې وخت دی چې موږ په دې اړه يو څه وکړو".