سوريه وايي د "ځنګليز اور لګولو له کبله يې ۲۴ کسان اعدام کړي"

د عکس سرچینه، AFP
د سوريې حکومت وايي ۲۴ هغه کسان چې په قصدي ډول يې د ځنګلي اورونو په پيل کې لاس درلود اعدام کړي دي.
د عدليې وزارت په يوه بيان کې ويل شوي چې ۱۱ تنو نورو ته د عمري بند او پنځو کم عمره ته له ۱۰ تر ۱۲ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې ده.
د ياد وزارت په بيانيه کې دغه کسان د مجرمينو په توګه ياد شوي چې وايي "ترهګريزې کړنې" يې ترسره کړې دي.
دوی ادعا کوي چې دغو کسانو د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر او اکتوبر کې د دغه جنګ ځپلي هېواد په ساحلي سيمو کې د هغه اور اچول منلي چې له امله يې دريو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د انساني حقونو ډلې په دې باور دي چې په سوريه کې د ۲۰۱۱ کال د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې په زرګونو کسان د ولسمشر بشار الاسد د حکومت له خوا اعدام شوي دي.
د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو پلټونکو په وروستي راپور کې ويلي چې "دوی ته د عيني شاهدانو له خوا ويل شوي چې له محاکمې پرته بنديان د ترهګرۍ ضد او يا پوځي محکمې له خوا وژل شوي دي".
کله چې تېر کال ځنګليز اورونه ولګېدل هغه مهال يې علت تودوخه بلل شوې وه خو هغه موسم کې د تودوخې له امله د داسې پېښې رامنځ ته کېدل غير معمولي وو.
د عدليې وزارت په وينا ځايي چارواکو په ذقيه، طرطوس او حما ولايتونو کې د ځنګليز اور ۱۸۷ پېښې ثبت کړې وې چې ۲۸۰ ښارګوټي او کليو ته په کې زيان اوښتی و. په دې اورونو کې ۱۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه او ۱۱ زره هکتاره ځنګليزه ځمکې ته زيان اوښتی و.
د مديترانې په ځتيځ کې ځنګليز اورونه د اقليم د بدلون له امله تکراري پېښې ګرځېدلي دي، چې ګرمي، وچه هوا د دې خطر زياتوي چې له لارې اور لګېدنه پيل شي.
نړۍ وار د مخه د صنعتي دورې له پيل راهيسې ۱.۲ سانتي ګرېده توده شوې او د تودوخې کچه به تر هغې لوړېږي چې حکومتونو په نړيواله کچه د مضرو ګازونو ايستلو کې کمښت نه وي را وستلی.






















