برازیلي سناتورانو کورونا وبا سره د چلن له امله پر ولسمشر بالسونارو د تورونو لګولو په حق کې رایه ورکړه

د عکس سرچینه، EPA
برازیل کې سناتورانو رایه ورکړې چې له کورونا وبا سره د مبارزې په برخه کې دې د اقداماتو له امله پر ولسمشر ژایز بالسونارو تورونه ولګول شي.
د سنا د یوه پلاوي د څیړنې په رپوټ کې غوښتنه شوې چې پر ښاغلي بالسونارو دې د بشري ضد په ګډون د جرمونو تورونه ولګول شي ځکه چې کورونا وبا په برازیل کې د ناسمو اقداماتو له امله ۶۰۰ زره کسان ووژل.
د څیړونې د پایلې رپوټ به اوس څارنوال اګستو اریس ته چې د ښاغلي بالسونارو له خوا ګومارل شوی واستول شي.
د دې هېڅ ډاډ نشته چې پر ولسمشر بالسونارو دې تورونه ولګول شي ځکه چې د سنا د پلاوي د څیړنې رپوټ به لوی څارنوال ارزوي او داسې تمه کېږي چې ولسمشر به له تورونو خوندي وساتي.
برازیل په نړۍ کې له امریکا وروسته دویم هېواد دی چې د کورونا وبا له امله په کې ډېر خلک مړه شوي دي.
د سنا د پلاوي په رپوټ کې ویل شوي چې ژایر بالسونارو د کورونا وبا پرضد د معافیت د ډېرېدو په هیله داسې یوه تګلاره غوره کړې وه چې له مخې یې واېروس په ټول هېواد کې خپور شو.
په رپوټ کې ولسمشر ژایر بالسونارو د فیدرالي حکومت اصلي کس په ګوته شوی چې تېروتنې یې کړي دي.
د بشریت ضد جرم سربېره د سنا کمېټې اته نور تورونه هم لګولي چې په کې جرمونو ته د هڅولو، اسنادو کې د جعلکارۍ او ټولنیزو حقونو نه د سرغړونې تور هم شامل دی.
دغه راز ښاغلی بالسونارو تورن دی چې عامه شتمني یې سمه نه ده لګولې او د کورونا وبا په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي دي.
په ۱۳۰۰ مخونو کې لیکل شوي د سنا د پلاوي په رپوټ کې د ولسمشر د دریو زامنو،د دوو شرکتونو او ۷۷ نورو کسانو پرضد د تورونو لګولو سپارښتنه هم شوې ده.
د برازیل د سنا لخوا ګومارل شوي پلاوي په حکومت کې د فساد په اړه له شپږ میاشتنیو څیړونو وروسته خپل رپوټ بشپړ کړی او د دغو تورونو د لګولو وړاندیز یې کړی دی.
ولسمشر بالسونارو ټینګار کوي چې هېڅ جرم یې نه دی کړی خو په برازیل کې د کورونا وبا له امله رامنځ ته شوي بحران د هغه شهرت کم کړی دی.
ولسمشر بالسونارو وايي حکومت یې د کورونا وبا له پیل راهیسې سم اقدامات کړي دي.
دغه راز د هغه متحدینو د سنا د کمېټې لخوا پر ښاغلي بالسونارو د تورونو لګولو وړاندیز په اړه ویلي چې ''سیاسي انګیزه '' لري.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د ښاغلي بالسونارو متحد دی په یوې اعلامیې کې ویلي د برازیل د ولسمشر ملاتړ کوي ځکه چې په وینا یې ''هغه د برازیل له خلکو سره مینه لري او سخته مبارزه کوي. ''
د ولسمشر بالسونارو یوه زوی چې په رپوټ کې پر هغه هم د تورونو لګولو وړاندیز شوی ویلي ''دا په بشپړه توګه یو سیاسي رپوټ دی. ''





















