تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"سعودي شهزاده د پخواني پاچا عبدالله د وژلو وړاندیز کړی و"
د سعودي عربستان د استخباراتو یو پخواني افسر ادعا کړې ده چې شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۴ کال کې د سعودي د پخواني پاچا عبدالله د وژلو وړاندیز کړی و.
سعد الجبري د امریکا له (سي بي اېس) تلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي، شهزاده سلمان غوښتل چې پخوانی پاچا عبدالله یوې 'زهرجنې' ګوتمې په مرسته ووژني او خپل پلار د پاچاهۍ په ګدۍ کېنوي.
هغه مهال د سعودي عربستان په شاهي کورنۍ کې پر دې خبره جنجالونه وو چې د پخواني پاچا عبدالله ځایناستی به څوک وي.
د سعودي عربستان حکومت ویلي، سعد الجبري د استخباراتو یو بې اعتباره پخوانی افسر دی او د 'درواغو اېجادولو' اوږد تاریخ لري.
خو پخپله سعد الجبري له (سي بي اېس) تلویزیون سره مرکه کې تور لګولی چې شهزاده محمد بن سلمان یو رواني ناروغ، قاتل او د سعودي خلکو، امریکایانو او ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی.
نوموړي دې مرکه کې ویلي، شهزاده سلمان په ۲۰۱۴ کال کې خپل د تره زوی او د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر شهزاده محمد بن نایف ته ویلي وو چې د پخواني پاچا عبدالله د وژلو بندوبست کولی شي.
سعد الجبري ویلي، که څه هم دا ستونزه هغه مهال په شاهي کورنۍ کې دننه حل شوه، خو ادعا کوي چې د هغې مکالمې ویډیو په پټه ثبت شوې او دی پوهېږي چې رېکارډ شوې ویډیو چېرې ده.
د سعودي پخوانی پاچا عبدالله په ۲۰۱۵ کال کې مړ شو او ناسکه ورور یې سلمان بن عبدالعزیز نوی پاچا ونومول شو.
د پاچا عبدالله زوی شهزاده نایف د دوه کالو لپاره د کورنیو چارو وزیر پاتې شو، خو په ۲۰۱۷ کال کې شهزاده سلمان د ده ځایناستی او راتلونکی واکمن اعلان شو.
په هماغه کال شهزاده نایف د نامالومو تورونو پر اساس په کور کې نظر بند شو. پخپله سعد الجبري په ۲۰۱۸ کال کې کاناډا ته وتښتېد.
ښاغلی الجبري وایي، شهزاده سلمان په ۲۰۱۸ کال کې د ده وژلو لپاره کاناډا ته یوه ډله کسان ور استولي وو، خو کاناډایي چارواکي پر هغو کسانو شکي شول او له هوایي ډګر یې بېرته سعودي ته ولېږل.
شهزاده سلمان پر ځان دا تورونه رد کړي او همدا راز ۲۰۱۸ کال کې ترکیه کې د سعودي نژاده خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې هم خپله ښکېلتیا ردوي.
بي بي سي د سعد الجبري لخوا د لګول شویو تورونو په اړه د سعودي عربستان له شاهي کورنۍ غبرګون غوښتی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.