سعودي ولیعهد محمد بن سلمان 'له ایران سره ښې اړیکې غواړي'

د خپرېدو وخت

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ویلي، په سیمه کې له خپل سخت سیال او مخالف ایران سره ښې اړیکې غواړي.‌

نوموړي العربیه تلویزیون سره مرکه کې ویلي، هېواد یې غواړي چې ایران ورسره د منځني ختیځ د هوسا او بډایه کولو په چاره کې مرسته وکړي.

خو نوموړي وویل، د ایران اتومي پروګرام، توغندیز بریدونه او د تهران لخوا د ناقانونه ملېشو ملاتړ هغه څه دي چې دی ورسره ستونزه لري.

شهزاده بن سلمان ویلي، سعودي له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو سره یو ځای دې مسلو ته حل لټوي.

همدا څو ورځې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې د سعودي او ایران جګپوړو چارواکو د خپلمنځي اړیکو رغولو لپاره عراق کې پټې خبرې کړې دي.

سعودي چارواکو دا رپوټونه رد کړل، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت نه تائید او نه رد کړل، خو زیاته یې کړه چې دوی تل د خبرو هرکلی کوي.

سعودي عربستان او ایران له لسیزو راهیسې په سیمه کې د برلاسي په موخه خپلو کې سره وران دي.

خو په وروستیو کې په منځني ختیځ کې نورو نیابتي جګړو د دوی خپلمځي سیالي لا سخته کړې.‌

د یمن پر سر جنجال

سعودي عربستان او ایران د یمن په خونړۍ کورنۍ جګړه کې د مخالفو لوریو ملاتړ کوي.

د سعودي په مشرۍ د سني هېوادونو یوه ټلواله هلته له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حکومته پلوه ځواکونو ملاتړ کوي.‌

خو ایران بیا د حکومت مخالفو حوثي ملېشو تر شا ولاړ دی، که څه هم په ښکاره دا نه مني چې دې ملېشو ته وسلې ورکوي.

حوثیانو په دې وروستیو کې د سعودي پر ښارونو او د تېلو پر زېربناو د توغندیو او ډرون بریدونه ډېر کړي.

سعودي همدا راز پر ایران تور لګوي چې په عراق او لبنان کې د هغو شیعه ملیشو ملاتړ کوي چې په وروستیو کلونو کې یې پوځي او سیاسي واک ترلاسه کړی.‌

سعودي تور لګوي چې دا ملیشې په خلیج کې د تېلو پر بېړیو بریدونه کوي‌ او همدا راز په ۲۰۱۹ کال کې یې د سعودي د تېلو پر زېربناو هم ډرون بریدونه کړي.

پر دې سربېره سعودي په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ له اټومي تړون سره هم مخالفت وکړ.

سعودیانو د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې امریکا یې له دې تړونه و ایستله او ۳ کاله وړاندې یې پر ایران یو ځل بیا بندیزونه ولګول.

د ټرمپ له دې پرېکړې وروسته ایران هم دا تړون مات کړ، خو اوس یې د ولسمشر جو بایډن له ادارې سره په دې اړه غیر مستقیمې خبرې پیل کړې دي.

"له ګاونډي سره جنجال نه غواړو "

شهزاد محمد بن سلمان خپله تازه مرکه کې، چې سې شنبه خپره شوه ویلي، نه غواړي چې له ایران سره په ترینګلي‌ حالت کې و اوسي.

نوموړي ویلي، که هر څه وي ایران یې بیا هم یو ګاونډوی هېواد دی او دی ورسره ښې اړیکې غواړي.

شهزاد بن سلمان د پردې تر شا د سعودي اصلي واکمن دی، او دا څرګندونې یې د پخوا پرتله ډېرې سنجول شوې ښکاري.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله خامنه اي له اډولف هټلر سره پرتله کړی و.

د یمن جګړې په اړه، چې ملګرو ملتونو د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین بللې، د یوې پوښتنې په ځواب کې سعودي شهزاده وویل، هېڅ هېواد پر خپله پوله وسلوالې ملېشې نشي زغملی.

حوثي یاغیانو تېره میاشت د اوربند په اړه د سعودي عربستان وړاندیز رد کړ.

خو شهزاده بن سلمان پر دې ملیشو غږ وکړ چې د یمن د خلکو حقونو او د سیمې د ګټو خوندي‌ کولو لپاره دې د خبرو مېز ته کېني.

نوموړي په دې مرکه کې همدا راز د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا له نوې ادارې سره د ستونزو رپوټونه هم رد کړل.

ولسمشر بایډن په دې وروستیو کې نه یوازې له ایران سره پر اټومي پروګرام له سره د هوکړې خبره کړې، بلکې سعودي کې یې د بشري حقونو پر وضعیت هم نیوکه کړې ده.

نوموړي همدا راز د امریکایي استخباراتو هغه رپوټ هم خپور کړ چې وایي، سعودي‌ شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ کال کې د سعودي نژاده خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر کړی و.

پخپله شهزاده بن سلمان دا تورونه رد کړي‌ دي.‌ نوموړي له امریکا سره د اړیکو په اړه ویلي:

"کله چې د سعودي او امریکا د ګټو خبره راځي،‌ موږ د بایډن له ادارې سره ۹۰ سلنه موافق یو. موږ د دې ګټو پر خوندي کولو کار کوو. په دې کې هېڅ شک نشته چې متحده ایالات زموږ ستراتیژیک ملګري دي".