ولسمشر اردوغان د لسو هېوادونو سفیران 'نامطلوب کسان' اعلانوي

د خپرېدو وخت

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د بهرنیو چارو وزیر ته یې امر کړی چې د امریکا او فرانسې د سفیرانو په ګډون لس سفیران نامطلوب اعلان کړي.

دغو سفیرانو څه موده وړاندې په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې وه چې مدني فعال عثمان کاوالا دې په عاجله توګه له بنده خوشي شي.

خو ولسمشر اردوغان د شنبې پر ورځ د هېواد په شمال ختیځ کې ولس د وینا پر مهال وویل، دې کسانو له خپل واکه پورته خبره کړې.

نوموړي دې سفیرانو ته په اشارې وویل: "تاسو د دې جرات نه شی کولای چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته راشئ او دلته امرونه وکړئ. ما خپل د بهرنیو چارو وزیر ته لازمه لارښونه کړې چې څه باید وکړي. دا لس سفیران باید په یو ځل نامطلوب اشخاص اعلان شي. دا کار به په عاجله توګه وشي".

په هغو سفیرانو کې چې نامطلوب اعلانېږي د امریکا، کاناډا، فرانسې، فینلنډ، ډنمارک، جرمني، هالنډ، نیوزیلنډ، ناروی او سویډین سفیران شامل دي.

څو ورځې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه لس تنه بهرني سفیران د دوی د هغې ګډې اعلامیې له امله چې په کې یې د ښاغلي کاوالا د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، احضار کړي هم وو.

عثمان کاوالا څوک دی او ولې نیول شوی؟

عثمان کاوالا له ۲۰۱۷ کال راهیسې په زندان کې دی او په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر اردوغان پرضد له ناکامې کودتا سره په مالي ملاتړ تورن دی، خو نوموړی تراوسه محکوم شوی نه دی.

هغه په ۲۰۱۳ کال کې هم په ټول هېواد کې له مظاهرو سره په مرستې تورن و او تېر کال له دغه تور نه سپین وبلل شو خو سمدستې په ۲۰۱۶ کال کې د حکومت پرضد ناکامې کودتا په تړاو نویو تورونو پر بنسټ ونیول شو.

اخوا اروپايي کمېسیون ترکیې ته وروستی خبرداری ورکړی چې د بشري حقونو په اړه د اروپايي محکمې له پرېکړې سره سم ښاغلی کاوالا خوشي کړي.

په خپله عثمان کاوالا چې یو مدني فعال دی هر ډول ناسمه کړنه کې لاس لرل ردوي.