تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: کورونا وبا به راتلونکی کال هم دوام وکړي
د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین وايي، بیوزلو هېوادونو د اړتیا وړ واکسین نه دي تر لاسه کړي او له همدې کبله به کورونا وبا یو بل کال هم دوام وکړي.
په یاد سازمان کې یو لوړ پوړي چارواکی ډاکتر بروس ایلوارډ وايي، د دې مانا دا ده، چې کورونا وبا به ''په اسانۍ سره ۲۰۲۲ کال ته هم وغځېږي. ''
تر اوسه د نورو هېوادونو ۴۰ سلنه نفوس پرتله افریقا کې له پنځه سلنه هم لږ خلک واکسین شوي دي.
بریتانیا اړو هېوادونو ته د کورونا ضد واکسین لس میلیونه خوراکه ورکړي دي، او د ۱۰۰ میلیونه خوراکونو ژمنه یې کړې ده.
ډاکتر ایلوارډ له شتمنو هېوادونو وغوښتل، چې د واکسین تر لاسه کولو په کتار کې خپل ځای بیوزلو هېوادونو ته ورکړي، چې درمل چمتو کوونکي شرکتونه وکولای شي، کم عاید لرونکو هېوادونو ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي وویل:
''زه کولای شم درته ووایم، چې موږ سم نه یو روان، موږ واقعاً باید چټک شو، پوهېږئ؟ دا وبا به له هغه وخته وروسته یو کال نور هم دوام کوي، چې باید ختمه شوې وای. ''
د خلکو واکسین په نامه د خیریه ټولنو یوه ټولنه وايي، د دوی تازه شمېرې ښيي چې د هغو واکسینو چې درمل چمتو کوونکو او یا شتمنو هېوادونو یې ژمنه کړې، له ۷ نه یو خوراک په بیوزله هېوادونو کې د اړتیا وړ ځای ته رسېږي.
د کوویډ واکسین ډېر شمېر هغو هېوادونو کې خلکو ته ورکړل شوي چې ډېر یا متوسط عاید لري.
افریقا په نړیواله کچه د واکسین وېش کې تر اوسه دوه اعشاریه شپږ سلنه ونډه تر لاسه کړې ده.
د خیریه ټولنو اتحادیې چې اکسفام او یو این ایډز ادارې هم پکې شاملې دي، پر بریتانیا او کاناډا نیوکې کړې چې په نړیواله کچه یې د واکسینو شفاف وېش لپاره د ملګرو ملتونو اړوند کوواکس پروګرام له لارې هم یوازې خپلو خلکو ته واکسین تر لاسه کړي دي.
د کوواکس پروګرام بنسټیز هدف دا و چې د شتمنو هغو په ګډون ټول هېوادونه باید له دې لارې واکسین ترلاسه کړي. خو د جي - ۷ ډېری هېوادونه له هغه وروسته له دې پروګرامه پر شا شول چې له درمل چمتو کوونکو شرکتونو سره یې مخامخ د واکسینو تر لاسه کولو لپاره هوکړې وکړې.