د هند په اتراکنډ ایالت سېلابونو لږ ترلږه ۴۶ کسان وژلي دي

د خپرېدو وخت

د هندوستان به شمالي اتراکنډ ایالت کې د سختو بارانونو له امله په سېلابونو کې لږ ترلږه ۴۶ کسان وژل شوي دي.

له سیمې نه په اخېستل شویو تصویرونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې سړکونه، کورونه او پلُونه ویجاړ شوي دي.

کارپوهان وايي اتراکنډ ایالت چې د سیاحت لپاره مشهور دی د اقلیم د بدلون او په چټکۍ د رغنیزو چارو له امله اغیزمن شوی دی.

دغه راز په دې وروستیو ورځو کې د هند په کرېلا ایالت کې هم سېلابونو لږ ترلږه ۲۶ کسان ووژل.

د هند د هوا پيژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې په دواړو ایالتو کې سږکال د بل هر وخت پرتله ډېر بارانونه شوي دي.

په ورته وخت کې کارپوهانو اټکل کړی چې له دې وروسته ښايي په دواړو ایالتونو کې موسمي بارانونه کم شي.

هندي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې په ځپل شویو سیمو کې د ژغورنې چارې روانې دي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې ۱۶ ژغورنکې ډلې ګومارلي چې تراوسه یې ۳۰۰ کسان خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

چارواکو د هغو کسانو له کورنیو سره د ۴۰۰ زره هندۍ کلدارو نقدي مرستې اعلان کړی چې په سېلابونو کې وژل شوي او هغو کسانو ته هم ۱۹۰ زره کلدارې ورکول کېږي چې کورونه یې د سېلابونو له امله ویجاړ شوي دي.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه ټویټ کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ژوبلو ته یې د ژر ښه کېدو هیله کړې ده.

په اتراکنډ کې د هوا پیژندنې د سیمه ییزې ادارې مشر بکرام سینګ هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي اوس په دغه ایالت کې له حده ډېر بارانونه عادي شوي دي.

نوموړي ویلي په ګڼو سیمو کې د هوا پيژندنې د ادارو د نشتوالي امله ښايي د بارانونو اټکل نه وي شوی.

که څه هم ښاغلي سینګ د اوسنیو بارانونو لامل د اقیلم بدلون بولي خو ځیني نور کارپوهان وايي چې اتراکنډ کې رغنیزې چارې هم د ځمکې ښوویدنې لامل شوې او نورو اپتونو لکه سېلاونو سره یې مرسته کړې ده.

تر دې وړاندې د روان کال د جولای په میاشت کې هم د هند په لویدیځ مهراشترا ایالت کې د څو ورځو پرله پسې ورښتونو پایله کې په راوتلو سېلابونو او ځمکښوېدنو کې لږترلږه ۱۳۶ کسان مړه او ګڼ نور نادرکه شوي وو.

دغو سېلابونو سلګونه ستر او کوچني کلي ځپلي وو او ګڼ شمېر کورونه یې نړولي وو.