'هیټي کې امریکايي مبلغین تښتول شوي'

وسله والو ډلو د هیټي پلازمېنه کې خپل کنټرول زیات کړی دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، وسله والو ډلو د هیټي پلازمېنه کې خپل کنټرول زیات کړی دی
د خپرېدو وخت

د هیټي فورټ او پرنس ښار ته نژدې نامعلومو وسله والو د کورنیو او ماشومانو په ګډون د امریکايي مبلغینو یوه ډله تښتولې ده.

د هیټي امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، وسله والو د مبلغینو هغه ۱۵ کسیزه ډله له یوه بس کوز کړي او له ځان سره یې بیولي دي، چې د یتیمانو یوه پالنځي لیدو ته روان وو.

تر اوسه د پېښې ډېر جزیات نه دی برالا شوي، خو امریکايی چارواکو ویلي، دوی د دې رپوټونو په هکله معلومات لري.

هیټي کې د تاوان لپاره د سړي تښتونې پېښې په نړۍ کې بې سارې بلل کېږي او د باج اخیستو لپاره د مجرمانو غدۍ معمولاً خلک تښتوي.

په جولای میاشت کې د ولسمشر جوینیل موایسي له وژل کېدو وروسته د سیالو ډلو تر منځ تاوتریخوالی د دې سبب شوی، چې سوله او ثبات ګډوډ شي او د ډېرو لپاره ژوندي پاتې کېدل ستونځمن شي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د عیسوي مبلغینو دا ډله له کروایکس دیس بوکویست ښار ګوټي له وتلو وروسته تښتول شوې او د هیټي عدلیې وزارت او ملي پولیسو تر اوسه په دې هکله رسماً څه نه دي ویلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکو بیا په دې هکله تر اوسه کوم معلومات نه دي وړاندې کړي، خو د یاد وزارت چارواکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د پېښې رپوټونو په هکله خبر شوي دي او په وینا یې په بهر کې د مېشتو امریکایانو ساتنه او خوندیتوب یې د لومړیتوبونو په سر کې دی.

کلونه کېږي، چې د هیټي پلازمېنې بیوزله سیمې د وسله والو ډلو په ولکه کې دي او په دا وروستیو کې شاوخوا سیمو ته هم د دې ډلو واک غځېدلی دی.

د مدني فعالانو یوه ځايي ډله وايي، د پروسږ کال لومړیو درې میاشتو پرتله د سږ کال همدې موده کې د سړي تښتونې پېښې له ۲۳۱ پېښو له شپږ سوه ډېرو پېښو ته زیاتې شوې دي.