داعش: شیعه وګړي به هېڅ ځای هم خوندي نه وي

د خپرېدو وخت

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خپلو تبلیغاتو په لړ کې یو ځل بیا شیعه وګړي 'خطرناک' بللي دي او ګواښنه یې ورته کړې چې له بغداد تر 'خراسان' به هېڅ ځای هم خوندي نه وي.

دې النبا په نامه د دې ډلې په اوونیزه خپرونه کې ګواښنه شوې ده چې شیعه وګړي به خپلو کورونو او مرکزونو کې په نښه کوي.

دې لیکنه کې په خاصه توګه د افغانستان شیعه وګړو ته اشاره شوې او تور پرې لګول شوی چې ګواکې د ایران ملاتړي دي او د داعش پر ضد یې له بهرنیو ځواکونو سره مرسته کړې ده.

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د داعش ډلې هم یو ځل بیا سر را پورته کړی او د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو یې خونړي بریدونه کړي دي.

د روانې میاشتې په تېرو دوو جمعو کې په کندوز او کندهار کې د شیعه وګړو جوماتونه په نښه شوي او لسګونه کسان وژل شوي.

د کندوز برید کې لږ تر لږه پنځوس او د کندهار برید کې هم شاخوا څلوېښت کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

داعش ډلې د دې بریدونو مسؤلیت منلی او اوس یې ګواښ کړی چې ورته بریدونو ته به دوام ورکوي.

داعش ډلې د خپلې اوونیزې په سرمقاله کې، چې د دې ډلې پر ټیلیګرام شبکې خپره شوې، ګواښنه کړې چې د شیعه او سني وګړو ترمنځ دوښمني په ډېرېدو ده.

داعش ډلې ادعا کړې ده چې شیعه وګړي په منځني ختیځ کې یو لوی ګواښ دي چې باید مخه یې ونیول شي.

د اسلامي دولت ډله ادعا کوي چې د سني مذهب په پیروانو کې هم دوی یوازینۍ ډله ده چې د اسلامي اصلي اصول پلي کوي.

خو د دې ډلې بریدونه یوازې د شیعه وګړو پر ضد نه دي او افغانستان کې له طالبانو سره هم په جګړه کې ښکېل دي.

داعش همدا راز څو کاله وړاندې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې هم د ځایي وګړو پر ضد خونړي بریدونه او هدفي وژنې کړې دي.

یاده دې وي چې همدا تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ګواښ وکړ چې داعش ډله له منځنۍ اسیا سره د افغانستان پر پوله منظمه شوې او ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.

روسیې په تېر کې ویلي، که د افغانستان له خاورې ورته امنیتي ګواښ پېښ شو نو پرېکنده ګام به اخلي.