کورونا وېروس: روسیه کې لومړي ځل یوه ورځ کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي

د خپرېدو وخت

روسیه کې د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې لومړی ځل د شنبې پر ورځ ی۲۴ ساعتونو کې د کوویډ ـ ناروغۍ له کبله د ۱۰۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده.

تېره ټوله اونۍ له همدې کبله د مړینې شمېر په ډېرېدو و، چې کریملین یې لامل د کورونا ضد واکسین لګولو په هکله د روسیانو بې غوري بولي.

بل لور پر واکسین د خلکو بې باوري د دې لامل شوې چې تر اوسه د روسیې د ټول نفوس دریمه برخه خلکو یوازې لومړنی خوراک اخیستی دی.

د کوویډ - ۱۹ له کبله په روسیه کې د ۲۲۲ زره خلکو مړینه په اروپا کې تر ټولو ډېر شمېر بلل کېږي.

بل لور ته دغه هېواد کې د شنبې پر ورځ پر دغې ناروغۍ د ۳۳ زره نورو کسانو اخته کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

حکومت وايي، غواړي اقتصادي فعالیتونه روان وساتي او له همدې کبله یې د وبا خپرېدو مخنیوي له سختو بندیزونو ډډه کړې ده.

د کریمیلین توجه د دې پر ځای د خلکو له لوري د واکسین لپاره د خلکو پر بې غورۍ ورټوله ده.

روانه اونۍ د کریمیلین ویاند دیمتري پیسکوف وویل:

''داسې حال کې چې د (کوویډ) ناروغانو شمېر ډېرېږي، دا اړینه ده، چې خلکو ته د واکسین کولو د اهمیت په هکله وویل شي. ''

نوموړي زیاته کړه:

''دا واقعاً بې غوري ده، چې له واکسین کولو ډډه وشي، د (ناروغي) وژونکې ده. ''

روسیه کې حکومتي چارواکي وايي، پر روغتیايي اسانتیاوو ګڼه ګوڼه ډېره نه ده او کولای شي د ډېرېدونکو ناروغانو درملنې چارې سمبال کړي.

خو بل لور ته د روسیې عامې روغتیا وزیر میخایل موراشکو له هغو ډاکترانو چې پر ناروغۍ د اخته کېدو له ډاره یې دنده پرې ایښې، غوښتي چې واکسین وکړي او دندو ته ستانه شي.

د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې پر وېروس د اخته شویو کسانو شمېر ثبتولو له پیل راهیسې تر اوسه د ۷۵۰ زره کسانو فعالو قضیو په هکله معلومات ثبت شوي دي. بل لور د وبا له پیله راهیسې پر وېروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر اته میلیونه کسانو ته نژدې شوی دی.