لبنان کې پر احتجاجیانو له ډزو وروسته د ویر ورځ اعلان شوې

د خپرېدو وخت

لبنان کې چارواکو د پلازمېنې بیروت له خونړۍ پېښې وروسته چې یوه مظاهره کې د ډزو له کبله شپږ کسان ووژل شول، نن د ویر ورځ اعلان کړې.

د شیعه ګانو ځینې ډلو پرون د هغه قاضي پر ضد احتجاجي مظاهره کوله چې پروسږ کال د بیروت پر ساحل د یوې درنې چاودنې پېښې څېړنه کوي.

حزب الله ډله چې دا مظاهره یې تنظیم کړې وه، تور پورې کوي چې د ودانیو له چتونو پر احتجاج کوونکو ډزې شوې دي.

د دوې د عیسویانو پر یوې ډلې د برید تور پورې کوي، خو یادې ډلې دا تورونه رد کړي دي.

د یادونې ده، چې د کیمیاوي مواده زېرمه کې د ۲۰۲۰ کال اګست میاشتې هغې چاودنې له کبله ۲۱۹ کسان وژل شوي وو او اوس یې د څېړنې په تړاو پراخې ناندرۍ رامنځته شوې دي.

د هغې چاودنې په تړاو چې له کبله یې د ښار ډېرې برخې ویجاړې شوې، تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

حزب الله ډله تور پورې کوي چې د پېښې قضیې څېړونکی قاضي بې پرې نه دی، خو د پېښې قربانیانو کورنۍ د هغه د کار ملاتړ کوي.

پرون پنجشنبه همدې لړ کې د لبنان محاکمو مرکزي ودانۍ مخې ته احتجاجیان راټول شوي وو، تور یې پورې کاوه چې محاکمه سیاسي شوې ده او د قاضي طارق بیطار د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله چې ډزې وشوې او لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

تر څو ساعتونو پورې د پېښې ځای په شاوخوا لارو کوڅو کې وسله وال کسان لیدل شوي چې پر یوه بل یې د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.

داسې باور کېږي چې وسله وال کسان د شیعه ګانو او عیسویانو د بېلا بېلو ډلو اړوند وو، چې د پېښې ځای ته د پوځیانو له رسېدو وروسته وتښتېدل.

روغتیا پالان وايي، د پېښې له ځایه داسې مړي هم وروړل شوي چې پر سرونو په ډزو ویشتل شوي.