تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند دولتي هوايي شرکت 'ایر انډیا' پر خصوصي شرکت ټاټا سنز وپلورل شو
د هند دولتي هوايي شرکت (ایر انډیا) د دغه هېواد تر ټولو ستر سوداګریزې ډلې ټاټا ګروپ پلورل شوی دی. هند حکومت له ټاټا ګروپ سره د دوه اعشاریه څلور میلیاردو امریکايي ډالرو بدل کې د ایرانډیا شرکت پلور سودا کړې.
د یادونې ده، چې په ۱۹۵۳ کال کې د دولت واک ته د هوايي شرکت له ورتلو مخکې همدې ټاټا شرکت په ۱۹۳۲ کال کې دغه هوايي شرکت تاسیس کړی و.
هند حکومت د نهه اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو له سوداګریز زیان ګاللو وروسته له څلور کلونو راهیسې د ایر انډیا شرکت پلورلو هڅې کولې.
خو دا وروستیو کې د حکومت له لوري د پور شرطونو له نرمښت وروسته د شرکت پېرلو ته لېوالتیا ډېره شوه.
بل لور تر اوسه معلومه نه ده، چې ټاټا ګروپ به د نویو شرطونو له مخې څومره پور ترلاسه کړي.
د دغه هوايي شرکت د ملکیت له ترلاسه کولو څو دقیقې وروسته د ټاټا سنز ایمیریتوس رتن ټاټا پر خواله رسنۍ ټویټر د کمپنۍ پخواني مشر جې ار ډي ټاټا یو تصویر خپور کړ، چې تر شا یې د ایر انډیا یوه ولاړه الوتکه لیدل کېږي.
د ایر انډیا هوايي شرکت د لومړي وزیر نرېندرا مودي لپاره یوه بریال بلل کېږي، چې غوښتل یې په یاد شرکت کې د حکومت ټوله ونډه وپلوري.
ایر انډیا د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د ارزښتمنې برخې په ګډون ډېره شتمني لري، چې له ۱۳۰ ډېرې الوتکې، زرګونه روزل شوي پیلوټان او خدمه کارکوونکي هم پکې شامل دي.
ټاټا سنز وار له مخه په هند کې د دوو خصوصي هوايي شرکتونو ملکیت لري، چې یو یې له سینګاپور ایرلاین سره په شریکه ویستارا او بل هم مالیزیايي ایر اسیا بي ایچ ډي نومي شرکت سره شریک هوايي شرکت ایر ایشیا انډیا دی.