هند: پر لویه لار روانه الوتکه تر پله لاندې ایساره پاتې شوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د هند پلازمېنه ډیلي کې د یوې الوتکې ویډیويي کلیپ په خواله رسنیو کې ډېر لاس پر لاس شوی چې تر یوه پله لاندې ایساره ده.

دغه له کاره لوېدلې الوتکه چې ویل کېږي، پلورل شوې وه، د لېږدولو پر مهال تر پله لاندې ونښته.

په یوه ویډیويي کلیپ کې چې پر خواله رسنیو خپور شوی، الوتکه داسې حال کې لیدل کېږي، چې وزرونه یې ترې لېرې شوي تر پله لاندې ولاړه ده او په شاوخوا کې یې موټرونه ځي، راځي.

هغه خبریال چې لومړی ځل یې پر خواله رسنۍ ټویټر د دې الوتکې ویډیويي کلیپ خپور کړی، د هند دولتي هوايي چلن 'ایر انډیا ' یوه اعلامیه هم خپره کړې، چې پکې ویل شوي، دغه اداره له الوتکې سره نور هیڅ تړاو نه لري.

په اعلامیه کې ویل شوي:

''دا له کاره لوېدلې الوتکه ده، چې پلورل شوې ده او تېره شپه دا نویو (مشتریانو) لېږدولې ده. ایر انډیا په هیڅ حالت کې له دې الوتکې سره هیڅ ډول تړاو نه لري. ''

بل لور د پلازمېنې ډیلي هوايي ډګر مسوولینو ټایمز اف انډيا ورځپاڼې ته ویلي، دوی هم له دې الوتکې مسوولیت نه لري او '' ښايي چلوونکي یې د لېږدولو پر مهال تېروتنه کړې وي. ''

تر پله لاندې د دې ولاړې الوتکې ویډیو پر خواله رسنیو ټویټر او یو ټیوب زرګونو کسانو کتلې او د دې پېښې په هکله یې حیرانتیا ښوولې.

د ویډیو له خپرېدو سره سم یو شمېر ټویټر کارنو لیکلي، چې دا الوتکه به اوس د څو ورځو، شپو لپاره همدلته ولاړه وي.

ځینو بیا لیکلي، چې د الوتکې له لېږدولو مخکې باید د دې لار معاینه شوې وای

یو شمېر نورو بیا د ۲۰۱۹ کال یوې ورته پېښې یادونه کړې، چې ویل کېږي، لوېدیځ بنګال ایالت کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ایر انډیا شرکت یوه له کاره لوېدلې الوتکه تر پله لاندې ونښته.