د اسراییلو له تر ټولو خوندي زندانه تښتېدلي فلسطینیان بېرته ونیول شول

د خپرېدو وخت

د اسراییلو پوځ وايي د هغو شپږو تنو فلسطیني بندیانو وروستي دوه کسان یې هم بېرته ونیول چې دوه اونې وړاندې له تر ټولو خوندي زندانه په تېښته بریالي شوي وو.

د اسراییلو د دفاع وزارت ویلي چې دغه دوه فلطسینیان د اسلامي جهاد ډلې غړي دي او په لویدیځه غاړه کې له محاصره کولو وروسته ونیول شول.

د اسراییلو پولیس وايي دغه فلسطینیان له کوم مقاومت پرته بېرته نیول شوي دي.

د یوه نیول شوي فلسطیني پلار اسوشيټېډ خبري آژانس ته ویلي: ''زوی مې په دې خاطر ځان تسلیم شو چې د کورنۍ نور غړي له خطر سره مخامخ نه کړي. ''

تېره اونۍ هم له تښتېدلو شپږو کسانو نه څلور تنه یې بېرته نیول شوي وو.

د اسراییلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ ویلي د فلسطیني بندیانو د بیا نولو لپاره عملیات ''اغیزمن، پرمتللي او چټک وو. ''

لومړي وزیر زیاته کړه: ''هغه څه چې خراب شوي وو بېرته سم شول. ''

د اسراییلو له تر ټولو خوندي زندانه د تونل له لارې د شپږو تنو فلسطیني زندانیانو د تېښتې پېښې د اسراییلو د زندانونو چارواکي له حجالتۍ سره مخامخ کړي وو او اسراییلي رسنیو په دې برخه کې د امنیتي چارواکو ناغړیو ته ګوته نیوله.

ګومان کېږي چې دې فلسطینیانو له تېرو څو میاشتو راهیسې جلبوع زندان کې له خپلې کوټې د تونل کېندل پیل کړي وو چې بلاخره له زندانه بهر یو سړک ته یې سر ورسېد.

سیمه کې یو شمېر بزګرو دا زندانیان د تېښتې په حال کې لیدلي وو او چارواکي یې خبر کړل.

ویل کېږي چې په دې شپږو کسانو کې یو تن د الاقصی کنډک یو پخوانی مشر او پنځه نور یې د اسلامي‌ جهاد ډلې غړي دي.

د (ټایمز اف اسرائیل) ورځپاڼه وایي، په دوی کې پنځه کسان د اسرائیلو پر ضد د بریدونو له کبله په عمري بند محکوم شوي دي.

د اسرائیلو د زندانونو یوه چارواکي دا پېښه یوه لویه امنیتي او استخباراتي ناکامي بللې، خو فلسطیني جنګیالیو تښتېدلي زندانیان کسان اتلان بللي.‌

پر خواله رسنیو هغه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې پکې اسرائیلي امنیتي کسان د زندان په کوټه کې او همدا راز بهر سړک کې د تونل خوله معاینه کوي.

د (جیروسلم پوسټ) ورځپاڼې خبر ورکړی و چې دې زندانیانو د یوې زنګ وهلې کاشوغې په مرسته دا اوږد تونل کیندلی دی.‌

یاده ورځپاڼه همدا راز وایي، زندانیانو په دې موده کې دغه کاشوغه پر دېوال د یو پوسټر یا عکس شاته پټوله.

د (شېن بېټ) امنیتي شرکت وایي،‌ د دوی پلټنې ښیي چې زندانیان توانېدلي وو چې یو موبایل تیلیفون زندان ته په پټه تېر کړي.

یاد شرکت وایي،‌ تښتېدلي کسان له زندانه بهر له نورو ملګرو سره په اړیکه کې وو او له تېښتې وروسته په یوه موټر کې بېول شوي وو.