د اسراییلو - فلسطینیانو شخړه؛ له پیله تر اوسه

د خپرېدو وخت

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ شخړې ملګري ملتونو اړایستلي چې په سیمه کې د "پراخې جګړې" د پیلېدو د خطر رامنځ ته کېدو خبرداری ور کړي.

که څه هم دا شخړه له لسیزو راهیسې روانه ده، خو د وروستۍ میاشتې د تاوتریخوالي څپې په قدس کې ترینګلتیا لا ډېره کړې ده.

۱۰۰ کلنه مسله

د عثماني خلافت تر سقوط وروسته بریتانیا د فلسطین په نامه سیمه لاندې کړه، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال یې د منځني ختیځ دا سیمه تر واک لاندې وه.

په دې سیمه کې لږکي یهودان او اکثریت عربان اوسېدل.

د دواړو اړخونو ترمنځ ترینګلتیا هغه وخت رامنځ ته شوه چې نړیوالې ټولنې بریتانیا ته په فلسطین کې د یهودانو د "ملي هېواد" جوړولو ماموریت وسپاره چې په دې سره یهودانو ته د خپلو پلرونو د ځمکې ثابتولو فرصت پیدا شو، د فلسطیني عربانو هم دا باور و چې ګنې دا د دوی خاوره ده، همدا وو چې له دې عمل سره یې مخالفت وښود.

د تېرې پېړۍ له ۱۹۲۰ تر ۱۹۴۰ کلونو راهیسې، فلسطین ته د یهودانو د ورکوچېدو لړۍ چټګه شوه او ډېری یې اروپا کې له مذهبي فشار راتښتېدلي وو، دوی په دویمه نړیواله جګړه کې تر هالوکاسټ وروسته د یوه ټاټوبي په لټه کې وو.

په سیمه کې د یهودانوو او عربانو او یا د برتانوي واکمنۍ پرضد مخالفتونه هم په ډېرېدو شول.

په ۱۹۴۷ کال، ملګرو ملتونو پر دوو دولتونو (یهودي او عربي) د فلسطین د وېشلو د پرېکړې لپاره رایې واچولې، خو قدس به نړیوال ښار پاتې کېږي.

یهودي مشرانو له دې ګام سره موافقه وښوده، خو عرب اړخ یې مخالفت وکړ او دا پرېکړه هېڅ د تطبیق وړ ونه ګرځېده.

د اسراییلو رامنځ ته کېدل او "نکبه" (مصیبت)

په ۱۹۴۸ کال،‌ واکمن بریتانویان پرته له دې چې ستونزې ته حل ومومي، له سیمې ووتل او یهودي مشرانو د اسراییلي دولت جوړېدل اعلان کړل.‌

ګڼو فلسطینيانو اعتراض پرې وکړ، داسې یوه پراخه جګړه پیل شوه چې سیمې ته ورڅېرمه د ګاونډي عربي هېوادونو ځواکونه هم پکې ښکېل شول.

د جګړې په لړ کې سلګونه زره فلسطینیان خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شول او دا (نکب) یا مصیبت وبلل شو.

په بل کال د جګړې پای ته رسېدو یا اوربند سره اسراییلو د سیمې ډېری برخې لاندې کړې وې.

اردن هغه سیمه ونیوه چې اوس په (لوېدیځه تراړه/تړانګه) مشهوره ده او مصر د غزې تړانګه لاندې کړه.‌

قدس پر دوو برخو ووېشل شو، لوېدیځه خوا یې له اسراییلي ځواکونو سره شوه او ختیځه خوا یې له اردني پوځيانو سره.

دا چې د سولې کومه هوکړه لاسلیک نه شوه (او دواړه غاړې مقابل لوری پرې ملامتوي)، د پېړۍ په پیلېدو سره په سیمه کې جګړې او ترینګلتیاوې ډېرې شوې.

اسراییلو په بله جګړه کې (په ۱۹۶۷ کال) ختیځ قدس او لوېدیځه تړانګه ونیوه، د سوریې د لوړو ډېره برخه او د غزې تړانګه او د مصر سیناء ټاپو یې لاندې کړ.

فلسطیني کډوال له خپلو اولادونو او لمسیانو سره په غزه او لوېدیځه تړانګه کې پاتې شول.‌

اسراییلو دوی او لمسیانو ته یې خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورنه کړه، اسراییل وايي د دوی ستنېدل اسراییلو او د یوه یهودي دولت موجودیت ته ګواښ دی.

لاهم اسراییل پر لوېدیځه تړانګه واکمني لري، که څه هم له غزې شاته شوي خو ملګري ملتونه دا خاوره ازاده شوې ځمکه ګڼي.

اسراییل وايي ټول قدس د دوی پلازمېنه ده، خو فلسطینیان وايي ختیځ قدس د دوی د راتلونکي خپلواک دولت پلازمېنه ده.

امریکا هغه یوازېنی هېواد دی چې قدس ښار یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه پېژندلی.

په تېرو پنځوسو کلونو کې اسراییلو په دې خاوره کې مېنې یا ښارګوټي جوړ کړل چې اوس تر ۶۰۰ زرو یا شپږ لکو ډېر یهودان پکې اوسېږي.

فلسطینیان وايي، دا مېنې د نړیوال قانون له مخې ناقانونه او د سولې پر وړاندې لوی خنډ دي، خو اسراییل بیا دا ردوي.

اوس څه روان دي؟

تر ډېره په ختیځ قدس غزه او لوېدیځه تړانګه کې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ نښتې او ترینګلتیاوې رامنځته کېږي.

پر غزه تړانګه د فلسطین وسله واله ډله (د فلسطیني مقاومت حرکت [حماس]) واکمني کوي او دې ډلې له اسراییلو سره ډېر ځلې جګړې کړې دي.

اسراییل او مصر له غزې تړانګې سره پر پوله واکمن دي چې حماس ته د وسلو د لېږدېدو مخه ونیسي.

فلسطینیان وايي، په غزه او لوېدیځه تړانګه کې دوی د اسراییلو له محدودیتونو کړېږي.

اسراییل وايي دوی دا کار له فلسطیني لوري د ترینګلتیا د مخنیوي او د ځان ساتلو لپاره کوي.

د روان ۲۰۲۱ کال له روژې میاشتې پیلېدو راهیسې ترینګلتیا یوځل بیا ډېره شوه، د شپې مهال د اسراییلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ نښتې او اخ و ډب رامنځ ته شو.

ستونز څه ده؟‌

ځینې مسلې شته چې فلسطینیان او اسراییل پرې هوکړه نه شي کولی.

په دې مسلو کې: د فلسطیني کډوالو برخلیک، په نیول شوې لوېدیځه تړانګه کې د یهودانو مېنې، ایا دا به پاتېږي او که به ړنګېږي، ایا دواړه غاړې به په قدس کې شریکان وي، ایا د اسراییلي دولت ترڅنګ به د فلسطین دولت هم جوړېږي- شامل دي.

له څه باندې ۲۵ کلونو راهیسې د سولې خبرې بیا بیا له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي، ځکه لا تر اوسه د ستونزې پر حل هېڅوک نه دي توانېدلي.

راتلونکی به څنګه وي؟

په لنډو، داسې نه ښکاري چې دا ستونزه دې په نژدې راتلونکي کې حل شي.

د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې د امریکا له خوا د سولې وروستی پلان،‌ چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د (پېړۍ معامله) بللې وه، مخکې له دې چې عملي بڼه غوره کړي فلسطینیانو رد او دا یې د امریکا اړخ نیول وګڼل.

په راتلونکي کې هم د سولې هره معامله د دواړو غاړو ترمنځ د معلقو قضیو د حل په تړاو دوه اړخیزه هوکړې ته اړتیا لري. خو تر هغه وخته به ترینګلتیا روانه وي.