تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شپږ فلسطینیان تر ځمکې لاندې تونل په مرسته له اسرائیلي زندان وتښتېدل
اسرائیلي چارواکو وروسته له هغه د لټون عملیات پیل کړي چې شپږ تنه فلسطیني زندانیان تېره شپه د اسرائیلو له تر ټولو خوندي زندانونو په تېښته بریالي شول.
ګومان کېږي چې دې کسانو له تېرو څو میاشتو راهیسې جلبوع زندان کې له خپلې کوټې د تونل کېندل پیل کړي وو او بلاخره له زندانه بهر یو سړک ته یې سر ورسېد.
سیمه کې یو شمېر بزګرو دا زندانیان د تېښتې په حال کې ولیدل او چارواکي یې خبر کړل.
ویل کېږي چې په تښتېدلیو کسانو کې د الاقصی کنډک یو پخوانی مشر او همدا راز د اسلامي جهاد ډلې پنځه غړي شامل دي.
د اسرائیلو د زندانونو یوه چارواکي دا پېښه یوه لویه امنیتي او استخباراتي ناکامي بللې، خو فلسطیني جنګیالیو تښتېدلي زندانیان کسان اتلان بللي.
پر خواله رسنیو هغه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې پکې اسرائیلي امنیتي کسان د زندان په کوټه کې او همدا راز بهر سړک کې د تونل خوله معاینه کوي.
د (جیروسلم پوسټ) ورځپاڼې خبر ورکړی چې دې زندانیانو د یوې زنګ وهلې کاشوغې په مرسته دا اوږد تونل کیندلی دی.
یاده ورځپاڼه همدا راز وایي، زندانیانو په دې موده کې دغه کاشوغه پر دېوال د یو پوسټر یا عکس شاته پټوله.
د (شېن بېټ) امنیتي شرکت وایي، د دوی پلټنې ښیي چې زندانیان توانېدلي وو چې یو موبایل تیلیفون زندان ته په پټه راتېر کړي.
یاد شرکت وایي، تښتېدلي کسان له زندانه بهر له نورو ملګرو سره په اړه کې وو او له تېښتې وروسته په یوه موټر کې بېول شوي دي.
د (ټایمز اف اسرائیل) ورځپاڼه وایي، په دوی کې پنځه کسان د اسرائیلو پر ضد د بریدونو له کبله په عمري بند محکوم شوي وو.
اوس د اسرئیلو سرحدي ځواکونو او پولیسو په لاره کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي او نه غواړي چې دا کسان ختیځې غاړې یا اردن ته ورسېږي.
د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ خپلو امنیتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د دې کسانو نیولو لپاره پوره هڅه وکړي.