تازه څېړنه: سعودي عرب کې د اوښانو موندل شوې مجسمې له تاریخه د مخکې پېر اړوند دي

د خپرېدو وخت

یوه څېړنه ښيي د سعودي عرب ډبرینو غونډیو کې توږل شوې مجسمې د خپل ډول تر ټولو لرغونې مجسمې دي.

۲۰۱۸کال کې د اوښانو د دې مجسمو له موندل کېدو وروسته ماهرینو اټکل کاوه، چې لرغونوالی یې نژدې ۲۰۰۰ کالو ته رسېږي.

هغه مهال دا اټکل په اردن کې د لرغوني ښار پیترا له دغه ډول مجسمو سره د ورته والي له کبله شوی و.

خو تازه څېړنه د دې اوښانو لرغونتوب د ۷ او اته زره کلونو تر منځ ښيي.

پر ډبرو د دې ډول مجسمو کیندلو هنر په دې سیمه کې کمیاب بلل کېږي.

څېړونکو په ارکیالوژیکل ساینس ژورنال کې د خپلې څېړنې پایلې خپرې کړې او په وینا یې د مجسمو توږلو سبک، د دې لپاره د کاروول شویو الاتو او په دغه ځای کې د موندل شویو څارویو د هډونو له ارزونې وروسته یې د مجسمو د لرغونتوب کچه معلومه کړې.

د څېړنې له مخې د دې مجسمو لرغونتوب په بریتانیا کې له سټونهینج (۵۰۰۰ کاله) او د مصر له اهرامو ' ۴۵۰۰ کاله ' هم پخوانی دی.

دا د اوښانو له اهلي کېدو هم د مخکې زمانې ښکاري چې د سیمې اقتصادي وده کې یې رول خورا مهم بلل کېږي.

د دې مجسمو توږلو پر مهال د سعودي خاوره خورا بدله ښکاریده او د اوس په څېر د سارايي شګو پر ځای پکې یو نیم ځای جیهلونه او شنېلی ښکارید.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا مجسمې ولې توږل شوې دي، خو څېړونکي وايي، کېدای شي د کوچیانو قبېلو د یو ځای کېدو نښه به وه.

دوی دغه راز زرګونه کاله مخکې د دې ډول مجسو توږلو ستونزې یادونه هم کړې.

دا مجسمې له ځمکې خورا لوړې توږل شوې دي او مانا یې دا ده چې د دومره پورته ختلو لپاره به زینې یا پوړۍ کاروول شوې وي.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.