ایران: د طالبانو سرپرست حکومت ترکیب ناسم دی؛ عمل ته به یې په کتو پرېکړې کوو

د خپرېدو وخت

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې د طالبانو لخوا اعلان شوی سرپرست حکومت هغه څه نه دي چې ایران او نړیواله ټولنه یې غواړي، خو پوهېږي چې دا ګام یوازې د وزارتونو سرپرستۍ لپاره اخیستل شوی.

د دې وزارت ویاند سعید خطیب زاده دوشنبه خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، لا وختي دی چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې د ګډون یا نه کډون په اړه خبرې وشي، او د طالبانو عمل ته په کتو به په دې اړه پرېکړه کوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، باید افغانستان کې د راتلونکي دولت جوړښت او ترکیب ته وکتل شي او بیا به د ځینو موضوعاتو په اړه د ایران دریځ راڅرګند شي.

خو ښاغلي خطیب زاده خبرداری ورکړ: "هغه لاره چې افغانستان کې ورور وژنې ته لاره پرانیزي، سمه لاره نشي کېدلای ".

هغه پر پنجشېر د طالبانو برید او هلته شویو پېښو ته په اشارې وویل، باید د خلکو امنیت، ناموس او ژوند ته درناوی وشي. باید د پنجشېر محاصره او هلته د عامو وګړو وږي ساتل ختم شي. له خبرو پرته بله لاره نشته ".

د پنجشېر جګړې ته د ایران غبرګون

درې ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی مجید تخت روانچي پر پنجشېر د طالبانو برید وغانده او زیاته یې کړه، هېڅ داسې حکومت به په رسمیت و نه پېژندل شي، چې افغانستان کې د 'زور ' له لارې واک ته ورسېږي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا کې ښاغلي روانچي پر پنجشېر ولایت د طالبانو برید داسې یاد کړ:

''پر پنجشېر برید چې هېڅ توجیه نه لري او د غندنې وړ ورور وژنه د نړیوالې ټولنې له شریک دریځ سره متضاد ده او له همدې کبله به هېڅ داسې حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي، چې د زور له لارې په افغانستان کې واک ته ورسېږي. ''

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې پر پنجشېر د طالبانو برید غندلی او د 'ملي مقاومت جبهې ' په نامه ځواکونو ویاند فهیم دشتي یې ''شهید '' بللی.

په پنجشېر کې د طالبانو او ملي مقاومت وسله والو تر منځ له خونړیو نښتو وروسته د یادې جبهې یوه قومندان صالح محمد ریګستاني ادعا وکړه، چې طالبانو د افغانستان په یوه سوله ییز ولایت کې ''وحشت، بې رحمي او وژنې کړې '' او د دې ولایت اړیکي یې پرې کړي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې او په وینا یې له ملکي خلکو سره هېڅ ستونزه نه لري.

طالبانو په پنجشېر کې د صحرایي محاکمو او نورو وژنو رپوټونه په کلکه رد کړي او ټینګار کوي چې هلته نه جګړه شته او نه هم د چا لخوا مقاومت شوی دی.