تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیو زیلنډ کې ښځه د کورونا ضد فایزر واکسین لګولو وروسته مړه شوې
په نیو زیلنډ کې یوه ښځه ظاهراً وروسته له هغه مړه شوې چې د کورونا ضد فایزر واکسین یې ولګولو. دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې د کورونا ضد واکسین سره د تړلې مړینې رپوټ ورکول کېږي.
روغتیایي چارواکو ویلي، دا ښځه په غالب ګومان د (مایوکارډایټس) یا د زړه د عضلاتو د پړسېدو له کبله مړه شوې ده.
د دوی په رپوټ کې راغلي، دې ښځې نورې روغتیایي ستونزې هم درلودې او د واکسین تر لګولو وروسته یې وضعیت خراب شو.
اروپا کې روغتیایي چارواکي وایي، د کورونا ضد واکسین له کبله د زړه د عضلاتو پړسېدل ډېر کم پېښېږي، او واکسین ګټو ته په کتو دا خطر ډېر جدي نه دی.
د دې ښځې د مړینې د کره لامل په اړه لا هم پلټنې روانې دي، خو روغتیایي چارواکي په دې باور دي چې د کورونا ضد واکسین یې د زړه د عضلاتو پړسېدو لامل شوی.
چارواکو لا د دې ښځې په اړه نور مالومات نه دي شریک کړي او دا هم نه ده مالومه چې څو کلنه وه.
د اروپا د درملو اداره مني چې د فایرز او موډرنا واکسینونه په 'ډېرو کمو مواردو کې' د زړه عضلا پړسولی شي، خو ټینګار کوي چې دا خطر ډېر کم دی او باید له واکسین لګلولو ډډه ونشي.
په بریتانیا کې هم ۱۹۵ هغو کسانو د زړه د عضلاتو پړسېدو علایم درلودلي چې د فایزر واکسین یې لګولی و.
شمېرې ښیی چې په هرو یو میلیون کسانو کې چې یاد واکسین یې لګولی، پنځو کسانو دا علایم ښودلي.
خو له دې سره سره روغتیایي چارواکي بیا هم پر خلکو ټینګار کوي چې واکسین ولګوی، او که د زړه یا سینې درد علایم ولري نو سملاسي دې ډاکټر ته ورشي.
د نیو زیلنډ چارواکو هم ویلي، د دې نوې پېښې سره سره به بیا هم خلکو ته د فایزر واکسین لګولو ته دوام ورکوي.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېر له مخې نیو زیلنډ کې تر دې دمه د کورونا وېروس نږدې ۳ نیم زره مثبتې پېښې ثبتې شوې دي او ۲۶ کسان یې له کبله مړه شوي.