ترکیه کې د کډوالو پر ضد تاو تریخجنې مظاهرې شوې

A firefighter extinguishes goods of a shop burnt during riots against refugees in Ankara, Turkey

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاریونوالو د سړک غاړې ته د کډوالو هټۍ په بل مخ واړولې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ترکیې پلازمېنه کې د کډوالو پر ضد احتجاج کوونکو ځايي اوسېدونکو پر د سوریايي کډوالو پر دکانونو، کورونو او موټرو بریدونه کړي. دا تاو تریخوالي د یوه ځايي زلمي له وژل کېدو وروسته پیل شو.

تاو تریخوالی د چهارشنبې پر شپه له هغو رپوټونو وروسته پیل شو چې وايي، یوه سوریايي کډوال دوه ترکان په چاکو وهلي دي.

سلګونو ځايي خلکو پر هغه سیمه یرغل وکړ چې ډېری سوریايي کډوال پکې مېشت دي. پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې د خلکو ډلې ولاړ ګاډي او کوچنۍ هټۍ په بل مخ اړوي.

دا وروستیو کلونو کې ترکیه کې د کډوال پر ضد احساسات زیات شوي او یو شمېر سیاستوال دغه هېواد ته د کډوالو پر ورتګ د لا سختو بندیزونو لګولو غوښتنه کوي. ترکیې ته دا وروستیو کې له افغانستانه د کډوالو جوپو له ورتګ وروسته تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

1px transparent line

ملګري ملتونه وايي، دا مهال په نړۍ کې ترکیه د بل هر هېواد پرتله د زیاتو کډوالو کوربتوب کوي، چې یوازې درې میلیونه یې سوریايي کډوال دي.

د چهارشنبې شپې تاو تریخوالي له هغه وروسته پیل شو چې د همدې ورځې په ګهیځ په التینداګ سیمه کې د ځايي اوسېدونکو او سوریايي کډوالو تر منځ اخ و ډب کې ۱۸ کلن امیرحان یالسین ووژل شو.

ځايي چارواکي وايي، د پېښې په هکله یې پوښتنې - ګروېږنې پیل کړې دي او دوه کسان یې په همدې تړاو نیولي دي.

Demonstrators gesture during riots against refugees in Ankara, Turkey

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یوه ترک زلمي وژل کېدو له رپوټونو وروسته ګڼ کسان د مظاهرو لپاره لارو کوڅو ته راوتلي وو.

د دې پېښې په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته سلګونه خلک د التینداګ سیمې لارو کوڅو ته راووتل او لاریون یې پیل کړ. د خپلواکې دووار خبرې پاڼې په رپوټ کې ویل شوي، داسې ویډیويي کلیپونه لیدل شوي چې ځايي اوسېدونکي د سوریايي کډوالو پر ضد شعارونه ورکوي او د سوریايي کډوالو پر کاروبارونو او کورونو بریدونه کوي.

د پېښې په ځای کې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پولیس ځای پر ځای شوي دي او د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، یو شمېر کډوال په بسونو کې له سیمې ایستل شوي دي.