د مصنوعي هوښ داسې سیستم چې یوه ورځ کې عقلي زوال تشخیصوي

د خپرېدو وخت

ساینسپوهان د مصنوعي هوښ د یوه داسې سیستم په ازمویلو بوخت دي چې فکر کېږي په یوه ورځ کې د عقل د زوال ناروغي تشخیصولی شي.

دغه سیستم دا کار یوازې یو ځل د انسان د مغز د سکن کولو له لارې ترسره کوي.

دغه سیستم ښايي د دې د اټکل وړتیا هم ولري چې د ناروغ وضعیت د څو کلونو په تېرېدو ثابت مومي، کرار کرار خرابېږي یا بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

اوسمهال د عقل زوال د تشخیص لپاره بېلابېلو معایناتو او سکنونو ته اړتیا ده.

د مصنوعي هوښ د دغه سیستم پر جوړولو بوخت څېړونکي وايي، وړاندې او ژر تشخیص له ناروغ سره رغېدو کې ډېر مرستندوی ثابتېدلی شي.

د بېلګو پېژندل

له کمبرېج پوهنتون پروفیسور زوی کورتزي چې د مصنوعي هوښ د ملي مرکز غړی هم دی، وايي:

"که موږ وړاندې مداخله (تشخیص) وکړو، درملنه وخته پیلېدای شي چې دا به د ناروغۍ پرمختګ سوکه کړي او په ورته وخت کې به د نور زیان اوښتلو مخه ونیسي. دا شونې ده چې نښې نښانې یې ډېرې وروسته راڅرګندې شي، یا بیخي راڅرګندې نه شي."

د پروفیسور کورتزي سیستم د هغو کسانو چې ګومان کوي د عقل په زوال به اخته وي، د مغزو سکن پر دې ناروغۍ له زرګونو اخته کسانو او د هغوي له اړوندې روغتیايي مخینې سره پرتله کوي.

دغه الګوریتم کولی شي د مغز په سکن کې هغه بیلګې مالومی کړي چې ان د مغز او اعصابو تکړه متخصصان یې هم نشي لیدلی او نه یې هم د خپلو نورو ناروغانو له پایلو سره پرتله کولی شي.

د حافظې کلېنیکونه

دغه سیستم تر کلینیکي وړاندې معایناتو کې پر دې بریالی شوی چې عقلي زوال تر نښو نښانو کلونه وړاندې او ان تر دې هم مخکې دا ناروغي تشخیص کړي چې د مغز په سکن کې یې د زیان کومه ښکاره نښه ولیدل شي.

په اډېنبرووک روغتون او د نړۍ لروبر د دغه روغتون د حافظې کلینیکونو کې امتحاني کارېدل به وښيي چې ایا دا سیستم د عقل د زوال د نورو متعارفو لارو چارو ترڅنګ په کلینیکي ډول هم کار کولی شي، که څنګه.

ټاکلی لومړی کال نږدې ۵۰۰ ناروغان په دغه ازمېښت کې برخه واخلي.

د دغو ناروغانو د معایناتو پایلې به د هغوی ډاکترانو ته استول کېږي او که هغوی یې اړینه وګڼي، د دغو معاینانو له مخې د درملنې د څرنګوالي مشوره ورکولی شي.

مشورتي عصب پوه ډاکتر ټېم ريټمن چې کمبرېج پوهنتون کې له نورو اعصب پوهانو سره پر دې څېړنه کار کوي، د مصنوعي هوښ دغه سیستم "په زړه پورې پرمختګ" بولي.

هغه وايي: "دا وړ ناروغۍ خلکو ته ډېرې زیان اړوونکې دي."

نوموړی وايي کله چې غواړي ناروغانو ته د دې ناروغۍ په اړه مالومات ورکړي، لومړنی کار دا وي چې هغه ښه تشخیص شي، ځکه د احتمالي پرمختګ د څرنګوالي په اړه یې مالومات له ناروغانو سره مرسته کوي چې خپل راتلونکی ژوند سم پلان کړي.

ستونزمن کار

د دغه ازمېښت له لومړنیو ګډونوالو یو ۷۵ کلن ډېنیس کلارسک دی. هغه د غوښې یوه شرکت کې مدیر و او پنځه کال وړاندې تقاعد شوی دی.

تېر کال یې د ښځې 'پېنېلوپې' ورپام شو چې وخت ناوخت د حافظې او یادښت له اړخه ستونزو سره مخامخېږي.

اوس دواړه اندېښمن دي چې ښاغلی کلارک ښايي په عقلي زوال اخته شوی وي.

هغه هڅه کوي چې د خپلې ناروغۍ نښې نښانې په ګوته کړي، خو مېرمن یې ګومان کوي چې هغه ورپېښه ستونزه سمه نه شي توضیح کولی.

دوی اندېښمن دي چې وروسته به د ډېنیس درملنې لپاره اړه شي چې خپل کور وپلوري.

پېنېلوپې د همدې لپاره ټینګار کوي چې د خاوند ناروغي یې باید ژر تشخیص شي.

هغه دې ته هم تلوسه لري چې ډېنیس کلارک کې به دا ناروغي احتمالآ څرنګه او څومر وخت کې وده وکړي.

نوموړې وايي: "بیا یې له مالي اړخه پلانولی شم."

اغلې پېنېلوپې زیاتوي غواړي پر دې پوه هم شي چې د مېړه د روغتیايي وضعیت تر خرابېدو پورې له هغه سره رخصت او چکرو ته څومره وخت لري.

عصبي ستونزې

د ډاکتر ریټمن بل ناروغ، ۵۷ کلن مارک ټامپسن، چې د مصنوعي هوښ سیستم تر ازمېښت لس میاشتې وړاندې ورته د حافظې خرابېدو ستونزه پیدا شوې، وايي که دا سیستم وړاندې موجود وای، نو د ده ژوند به یې ډېر بدل کړی و.

ښاغلی ټامپسن وايي: "تر تشخیص وړاندې مې معاینې پسې معاینه، معاینې پسې معاینه کوله او لږترلږه څلور ځله سکن وکړ. روغتیايي ټیم هم خورا ښه و او ما ته د راپېښو ستونزو تل ته د رسېدو لپاره یې تر خپله وسه ټول ممکن کارونه وکړل. خو د پتې نه لګېدو پخپله د وضعیت پرتله له لا ډېرو ذهني ستونزو سره مخ کړم."

هغه وايي ذهن کې یې ګڼې داسې پوښتنې ګرځېدې چې ایا "دا به کوم مغزي تومور وي؟ عملیاتو ته به اړتیا پیدا کړي؟" که څنګه.

مارک ټامپسن زیاتوي "له دې چې په راپېښه ستونزه نه پوهېدم، له ډېر ذهني فشار سره مخامخ وم."