کورونا؛ امریکا کې واکسین ته د هڅولو لپاره هر کس ته سل ډالر ورکول کېږي

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد والیانو ته سپارښتنه کړې چې کورونا واکسین ته د خلکو هڅولو لپاره هر کس ته سل ډالري انعام ورکړي.

جو بایډن وايي، کوم دولتي کارمنان چې واکسین نه کوي، باید پرلپسې کورونا ټېسټ وکړي او اجباري ماسک وتړي.

د امریکا حکومت دوه میلیونه رسمي کارمنانو لرلو سره تر ټولو لوی هېوادنی کاروال( کار ورکوونکی) بلل کېږي او فدرالي حکومت کې دا مقررات نور ایالتي سازمانونه او خصوصي کمپنۍ هم دې اصولو ته هڅولی شي.

د فدرالي کارمنانو لپاره د نویو اصولو له مخې که څه هم واکسین اجباري نه دی، خو دا کسان باید د واکسین کارت نه ښودلو حالت کې اداري چاپېریال کې ماسک وتړي او پرلپسې د کورونا ټېسټ وکړي او پایله یې مدیرانو ته وښيي.

امریکا کې نږدې ۴۹ سلنه کسانو د کورونا پوره واکسین کړی دی، خو د ولایتونو په کچه توپیر کوي.

شمال ختیځو ایالتونو کې د مریلنډ تر ۷۰ سلنه ډېر خلک واکسین شوي، خو سوېلي او لوېدیځو ایالتونو ۴۰ سلنه کسان واکسین شوي دي.

بایډن د پنجشنبې په ورځ د دې نوې پرېکړې لامل هم د کورونا د دیلتا ډول پیلېدل وښودل او په وینا یې واکسین نه کولو د دې ډول خپرېدل لا چټک کړي دي.

هغه اوسنی حالت د واکسین نه کوونکو کورونا وبا وبلله.

د بایډن په خبره، خلک په داسې حال د کورونا قرباني کېږي چې دلیل یې هم نشته.

ولسمشر بایډن سل ډالري انعام ته په اشاره وویل: "ممکن واکسین شوي کسان دا پیسې له انصاف لرې وبولي، خو که د واکسین شویو کسانو شمېر ډېر شي، ګټه یې ټولو ته رسېږي."

ښاغلي بایډن جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته په تلو له کورونا سره د مبارزې لپاره له کانګرس یو زر او نهه سوه میلیارد ډالر ترلاسه کړل او اوس یې ایالتونو ته اجازه ورکړې چې دا بودیجه واکسین ته د خلکو هڅولو لپاره وکاروي.

هغه د دې ګنګوسو په هکله چې واکسین د کورونا مقابل کې بې اغېزې دی وویل، واکسین سیاست سره اړیکه نه لري، "دا واکسین د ساتنپالي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وخت کې جوړ او د نوي حکومت دوره کې وېشل کېږي. "

تېره میاشت امریکا کې څېړنې وښوده چې له کورونا مړو کسانو کې ۹۹ سلنه واکسین نه وو کړی.

نوي فدرالي اصول او د بایډن سپارتنه په داسې مهال ده چې امریکا کې په کورونا د اخته کېدو او ترې د مړه کېدو شمېر بیا ډېر شوی دی.

اوس امریکا کې په منځني ډول ۶۰ زره کسان ورځانه په کورونا اخته کېږي او هره اونۍ دوه زره کسان ترې مړه کېږي.

دا شمېر تېرو دوو میاشتو کې بې مخینې دی.

څو ورځې مخکې امریکا کې روغتیايي چارواکو وویل، هغو سیمو کې چې د کورونا وېروس خپرېدل پکې ډېر دي اوسېدونکو ته یې پکار ده چې سرپټو ځایونو کې ماسک وتړي.

نیویارک، کلیفورنیا او څو نور ایالتونه تر دې سپارښتنې لا مخکې تللي او عمومي سرپټو ځایونو کې یې ماسک اجباري کړی دی.