د امریکا فلوریډا ایالت کې د نړېدلې ودانۍ د قربانیانو شمېر ۹۸ ته ورسېد

د عکس سرچینه، Michelle Borriello/Facebook
د ۵۴ کلنې استیله هدایا کورنۍ وايي، د هغې د مړي پاتې شوني یې د فلوریډا ایالت میامي کې د یوې ودانۍ د غورځېدلي بلاک کنډوالو کې موندلي دي.
د هغې ورور ایکي هدایا وايي، د نیویارک پولیسو د دوشنبې په ورځ د هغې مړی وپېژاند.
دې سره د میامي په سرفسایډ ښار کې د ۱۲ پوړیزې ودانۍ د غورځېدو له امله د مړو شمېر ۹۸ ته ورسېد.
پلټنډلې(پلټونکې ډلې) له اونیو راهیسې دې ودانۍ کې بوختې وې، خو د جمعې په ورځ یې وویل، دا عملیات یې پای ته رسولي دي.
هغه مهال لا هم استیله هدایا ورکه وه.
چارواکي وايي، د ودانۍ نړېدلی ځای چې د جون پر ۲۴ وغورځېد اوس د جنایت صحنه بلل کېږي.
د دې ودانۍ پاتې برخه د جولای پر پنځمه باروتو سره ونړول شوه.
د ودانۍ غورځېدو لامل

د عکس سرچینه، Reuters
د دې ۴۰ کلنې ودانۍ د غورځېدلو لامل روښان نه دی، خو د اپرېل میاشتې لیک کې د دې ودانۍ د خرابېدو خبرداری ورکړل شوی و.
د ۲۰۱۸ کال یو رپوټ هم ښيي چې د دې ودانۍ سمندر لور ته برخې ودانیزې ستونزې درلودې.
هغه رپوټ په ودانۍ کې د درز پیدا کېدو خبره کړې وه.
د نړېدلي بلاک په ۱۲ پوړونو کې ۵۵ اپارتمانونه وو.
وکیلان د دې ودانۍ پر جوړوونکي شرکت د دعوا نیت لري.




















