امریکا کې د ۱۲ پوړه ودانۍ غورځېدل؛ ۱۵۹ کسان لا هم ورک دي

د ویډیو تشریح، د پېښې ځای
د خپرېدو وخت

د امریکا په میامي کې د ۱۲ پوړه استوګنیزې ودانۍ یوه برخه غورځېدلې او د چارواکو په وینا تر اوسه ۱۵۹ کسان دغه پېښه کې بې درکه دي. بل لور ته دغه پېښه کې د څلورو کسانو مړینه تایید شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، دوی اوس هم هیله من دي، چې د ودانۍ تر خاورو خځلو لاندې ژوندي کسان پاتې دي. مرستندویان وايي، دوی د ورانې ودانۍ تر پاتې شونو لاندې د ژوندي پاتې کسانو غږونه اورېدلي دي.

مالومه نه ده چې د پېښې پر مهال دغه ودانۍ کې څومره کسان وو.

نړېدلی برج پر ۱۹۸۰ کال جوړ شوی و، خو له ۱۳۰ برخو یې نیمايي برخه د پنجشنبې په سهار له نړېدو اغېزمنه شوې ده.

لا هم د پېښې علت مالوم نه دی.

Composite image, comparing before and after part of the building in Surfside, Florida collapsed
د عکس تشریح، ودانۍ تر نړېدو مخکې او وروسته

د میامي څنډه کې د سرفسایډ ښاروال چارلز باکټ وايي، د ودانۍ نږدې دریمه برخه یو مخ چپه شوې ده.

د فلوریډا ایالت والي ران دسانټس د پېښې ځای ته ورغلی او وايي، مرستندوی ځواکونه لا هم پر مرسته او ژغورنه بوخت دي او د زیانمنو د موندلو هڅه کوي.

ژغورونکي د څنګلورې ودانۍ خلکو ته د رسېدو او د هغوی د ژغورلو لپاره کرېنګ کاروي.

Champlain Towers

د عکس سرچینه، Google Street View

د عکس تشریح، تر نړېدو مخکې ودانۍ

د بي بي سي خبریال وېل ګرانټ د پېښې له ځای وايي، د ورکو کسانو خپلوان له نړېدلې ودانۍ څو بلاکه لرې د خپلوانو د برخلیک په هکله مالوماتو ترلاسولو ته منتظر دي او وېره لري چې لا بد خبر ورته ونه رسېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي که د فلوریډا ایالت والي بېړنی حالت اعلان کړي، نو فدرالي حکومت به یې مرسته وکړي.

"زه د فلوریډا خلکو ته وايم، موږ ستاسو غږ ته منتظر یو، که مرسته غواړئ، غږ وکړئ فدرالي حکومت چې څه برابرولی شي، ستاسو سره به وي.

د سپټمبر یوولسمې پېښې په څېر شېبه

Rescuers in Surfside

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سلګونه ژغورونکي لاس په کار شوي دي.

د پېښې یو شاهد وايي، د ودانۍ غورځېدو پرمهال له خپل ورور سره پر سړک روان و.

هغه سي بي اېس ته ویلي: ''لوی درز مو وامورېد او فکر مو وکړ چې د موټرسیکل غږ دی. تاو شوو، ومو لیدل چې زموږ لور ته سخت لوګی را روان دی. ''

هغه زیاتوي: ''مخونه مو خپلو کمیسونو کې پټ کړل او د پېښې په لور لاړو، ومو پوښتل څه شوي، ویل یې ودانۍ ونړېده. ''

بل کس چې د ودانۍ نړېدل لیدلي له سي اېن اېن سره خبرو کې وايي، د سپټمبر یوولسمې پېښې په څېر شېبه وه.

نوموړی دا پېښېه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې پېښې سره ورته بولي چې پکې نیویاکر کې له سوداګریزو برجونو سره دوه الوتکې وجنګول شوې او لویه ویجاړي یې جوړه کړه.

Rescuers in Surfside

د عکس سرچینه، Reuters

بل سړی د خپلې مېرمنې له قوله چې ودانۍ کې د یوې بوډۍ ساتونکې ده او دې پېښه کې زیانمه شوې ځايي ورځپاڼې ته ویلي، د پېښې پر مهال ''د بوږنوونکې چاودنې غږ واورېدل شو. ''

هغه دا پېښه زلزله بللې ده.

بل کس چې د نړېدلې ودانۍ ګاونډ کې اوسېږي، سي بي اېس ته ویلي: ودانۍ ولړزېده او ما له کړکۍ ور کتل، له کور بهر نه لیدل کېده، فکر مې وکړ چې توپان دی.

کله چې ګرد ورد شو د ودانۍ له دریو دوه برخې چپه شوې وه.