بغداد کې ځانمرګي برید ۳۵ کسان ووژل، مسئولیت یې داعش منلی

بغداد

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

عراق کې امنیتي سرچینې وايي د دغه هېواد پلازمېنه بغداد کې یوې زوروې چاودنې لږترلږه ۳۵ کسان وژلي دي.

دا چاودنه د بغداد صدر ښارکوټي کې داسې مهال شوې چې خلک د لوی اختر لپاره د توکو په پلور او چمتووالي بوخت وو.

دا په تېرو شپږو میاشتو کې بغداد کې تر ټولو خونړۍ چاودنه بلل شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو د دې چاودنې له ځای خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې د پېښې قربانیان خواره واره پراته دي او خلک چیغې وهي.

یوې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي په وژل شویو کې څلور ماشومان دي.

د دې چاودنې مسئولیت داعش ډلې منلی دی.

دې ډلې ویلي، یوه غړي یې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چاودولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق حکومت د ۲۰۱۷ کال پای کې اعلان وکړ چې د داعش خلاف جګړه یې ګټلې او دا ډله یې عراق کې له منځه وړې ده.

خو له دې سره سره عراق کې د دې ډلې پټ غړي او څانګې لا هم وخت ناوخت بریدونه او فعالیتونه کوي.

داعش ډلې اپریل میاشت هم صدر ښارګوټي کې د یوې چاودنې مسئولیت منلی و.

هغه برید کې ۴ کسان وژل شوي وو.

دې ډلې تر هغې وړاندې جنورۍ میاشت کې بغداد کې دوه چاودنې کړې وې چې ۳۲ کسان پکې وژل شوي وو.

ځايي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي د دوشنبې ورځې په چاودنو کې درانه مالي زیانونه هم اوښتي.

د عراق د پوځ یوه ویاند ویلي لومړي وزیر مصطفی کاظمي د پولیسو د هغه قوماندان د نیول کېدو امر کړی چې د دغه ښار د امنیت ساتلو مسئول وو.

د عراق د پوځ دغه چارواکی وايي د چاودنې په اړه جدي څېړنې پیل شوې دي.