روسیه کې د الوتکې لوېدو له کبله د ۲۸ تنه مساپرو د وژل کېدو وېره

روسیه، الوتکه

د عکس سرچینه، RUSSIAN EMERGENCIES MINISTRY/REUTERS

د خپرېدو وخت

روسي چارواکي وایي، د هغې الوتکې ټوټې یې موندلې دي چې سه شنبه د دې هېواد په ختیځ کې له ۲۸ تنه سپرلیو سره ورکه شوې وه.

دغې آن-۲۶ ډوله مساپر وړونکې الوتکې اړیکه د هوايي کتنرول له مرکز سره هغه مهال پرې شوه چې د کمچتکا په شمال کې د پالانا په سیمه کې کیناستو ته نژدې وه.

چارواکي وايي، الوتکه کې د یوه ماشوم په ګدون ۲۲ کسه مساپرو او شپږ تنه د الوتکې عملې سفر کاوه، خو ګومان دی چې هېڅوک ژوندي نه دي پاتې.

په پالانا کې د سیمه ییزې ادارې مشره ولګا موکریوا هم د الوتکې په مساپرو کې وه.

ناتائید شوي رپوټونه وایي چې الوتکه د کیناستو پرمهال له کمر سره ټکر شوې وه او بیا د سمندر غاړې ته لوېدلې ده.

ویل کېږي چې د هوا خراب حالت ښايي د الوتکې د لوېدو سبب وي، ‌خو په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.

خبریالان وايي، روسیه کې یو مهال د الوتنو خوندیتوب ښه نه و. سره له دې چې اوس دې برخه کې اصلاحات شوي، خو له دې سره سره په تېرو څو کلونو کې لویې پېښې شوې دي.

د ۲۰۱۹ کال په می میاشت کې یوې جېټ الوتکې په مسکو کې پر ځغاستلیکې ټکر وکړ او بیا یې اور واخیست، چې له امله یې ۴۱ کسان مړه شول.

همدا راز څه باندې یو کال مخکې یوه الوتکه له مسکو نه تر الوتنې څو دقیقې وروسته ولوېده چې په کې سپاره ۷۱ کسان ووژل شول.