تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: د ۶۷ کال اعدامونو کې دې د ابراهیم رئیسي د رول په اړه پلټنې وشي
د ایران د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې رپوټر جاوید رحمان له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې په ۱۳۶۷ لمریز کال کې په اعدامونو کې د ابراهیم رئیسي د رول په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې وړاندې د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ابراهیم رئیسي ګټونکی اعلان شو.
ښاغلي رحمان ویلي په تېر څو کلونو کې د دوی دفتر په دې برخه کې یو لړ اسناد هم ترلاسه کړي او په وینا یې که د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان یا هم نورې خپلواکې څېړونکې ډلې په دې برخه کې څېړنه پیل کړي، نو چمتو دی چې دغه اسناد ورسره شریک کړي.
ابراهیم رئیسي په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د یو شمېر کسانو د اعدامولو پرمهال تهران کې د محکمې مرستیال و او په دې وروستیو کې یې په یوې خبرې غونډې کې په ''ویاړ '' ویل چې دغه اعدامونه د ایراني وګړو د ملاتړ او بشري حقونو د ساتنې په خاطر شوي وو.
ښاغلي رئیسي د ''بشریت ضد جنایت ''په اړه ویلي ''زه له پیل راهیسې د یوه حقوقپوه په توګه د بشري حقونو په لټه وم. ''
ښاغلي رئیسي یوې خبرې ناستې ته ویلی و ''د قاضي په توګه یې د ایران د ټولو وګړو له حقونو دفاع کړې وه، رول یې د یوه قاضي و چې باید وستایل شي. ''
خو د ایران په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر جاوید رحماني د هغو رپوټونو په اړه چې وايي ''ډله ییز قبرونه د موضوع د پټولو په خاطر ویجاړ کړای شوي '' اندېښنه څرګنده کړې.
ښاغلي رحمان ويلی ''فکر کوم اوس چې ښاغلی رئیسي ولسمشر شوی، د دې وخت رارسېدلی چې موږ د هغه څه په اړه چې په ۱۹۸۸ میلادي کال کې رامنځ ته شول او په کې د ښاغلي رئیسي د رول په اړه څیړنه پیل کړو. ''
نوموړي دا څېړنه د ایران له ګټو سره سمه بللې او ویلې یې دي ''که څېړنه ونشي نو موږ به د ایران د ولسمشر، د هغه د رول او رپوټ شوي رول په اړه جدي اندېښنه ولرو چې له د تاریخ مخې یې په دغو اعدامونو کې درلود. ''
هغه ویلي ''زه د عدالت لپاره مبارزه کوم. ''
د بخښنې نړیوال سازمان په ۱۳۶۷ لمریز کې د ټولو اعدام شویو کسانو شمېر ۵ زره یاد کړی خو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې په خپل یو رپوټ کې ویلي و چې کېدای شي د اعدام شویو کسانو شمېر له ۵ زرو ډېر وي.
تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد هم په دغو اعدامونو کې د ابراهیم رئیسي د رول په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې وه.
ابراهیم رئیسي په ایران کې له انقلابه مخکې ډېر کلونه په قضاییه قوه کې دنده درلوده.
په ځینو اسنادو کې د ښاغلي رئیسي نوم د هغو کسانو په ډله کې راغلی چې ایت الله خامنايي د سیاسي زندانیانو د وضعیت د څېړولو او اعدامولو لپاره ګومارلې وه.
ښاغلي رئیسي په ''محتاطانه '' ډول د اعدام شویو کسانو شمېر ۳۰۰ یاد کړی دی.