هغه ماڼو ته کور ډالۍ کېږي چې په سیند کې لاهو شوې ماشومه یې ژغورلې

د خپرېدو وخت

د هند شمالي اترپردېش ایالت کې یو کښتۍ چلوونکی 'ماڼو ' له هغه وروسته وستایل شو، چې په ګنګا سیند کې لاهو شوې نوې زېږېدلې ماشومه یې وژغورله.

ګلو چوهدري وايي، د ۲۱ ورځو دغې ماشومې ژړا یې واوریده چې په صندوق کې په یوه سره ټیکري کې نغښتې پرته وه.

ماشومه اوس روغتون ته استول شوې او روغتیايي وضعیت یې څارل کېږي. مسوولین وايي، وروسته به د ماشومانو یوه پالنځای ته ولېږدول شي.

چارواکي وايي، کوښښ کوي معلومه کړي چې دا ماشومه ولې په سیند لاهو شوې.

که څه هم چارواکو د دې ماشومې په هکله په ځانګړې توګه څه نه دي ویلي، خو په هند کې د نارینه او ښځینه اولادونو تر منځ تبعیض په نړۍ کې تر ټولو ناوړه حالت لري.

د دې هېواد په ډېری بیوزلو کورنیو کې په ځانکړې توګه نجونې له اقتصادي پلوه د کورنۍ د اوږو بار بلل کېږي.

په ځینو مواردو کې له زېږېدو مخکې د غیر قانوني کلینکونو په مرسته د نجونو مېندوارې ښځې خپل حمل ضایع کوي، خو له زېږېدو وروسته بیا د نجونو وژنې یا خوشي کولو پېښې ډېرې نه تر سترګو کېږي.

پولیس وايي، په تازه پېښه کې له موندل شوې ماشومې سره یوه کارډ کې د دې زېږېدو نېټه، وخت او نوم لیکلی او د همدې ګنګا سیند په نوم نومول شوې.

بل لور ته ایالتي حکومت ویلي، د ماشومې پالنې لګښت پر غاړه اخلي.

اعلی وزیر یوګي ادیتیه نات وايي، کښتۍ چلوونکي ته د 'بې ساري انسانیت ښوولو ' له کبله یو کور او نورې جایزې ورکوي.

کښتۍ چلوونکي چودري خبریالانو ته په غازي پور سیمه کې وویل، ''د سیند پر غاړه ډېرو خلکو د ماشومې ژړا واوریده، خو هېڅوک رامخکې نه شول او کله چې زه ورغلم، صندوق مې پرانیست، ماشومه مې وموندله. ''

له هغه وروسته ډېر خلک د سیند غاړې ته راټول شول، تصویرونه یې واخیستل، کښتۍ چلوونکي صندوق له اوبو راویست، ماشومه یې په غېږ کې ونیوه، کور ته یې ورسوله، چې بیا له هغه ځایه پولیسو او د ماشومانو خیر ښېګړې ځايي چارواکو روغتون ته ولېږدوله.