تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لاهور کې هوټل پولیسو ته برګر وړیا ورنه کړ؛ کارمنان یې بندیان شول
پاکستان کې د یوه خوړنځي ۱۹ کارمنان وروسته تر هغه ونیول شول، چې تېره اونۍ یې پولیسو ته د وړیا برګر له ورکولو ډډه کړې وه.
پولیسو په لاهور کې د جوني او جوګنو خوړنځیو د لړۍ پر یوه خوړنځي چپاو وروړی و او کارمنان یې نیولي او ټوله شپه له ځان سره ساتلي وو.
د خوړنځي چلوونکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "دا لومړی ځل نه دی چې زموږ خوړنځي له دا ډول چلن سره مخامخېږي."
بل خوا، چارواکو په پېښه کې ښکېل نهه کسان نیولي دي. د پنجاب ایالت د پولیسو یوه مشر انعام غني پر ټویټر د دغو کسانو د نیولو خبر خپور کړی دی.
غني وايي: "هېچا ته اجازه نشته چې له قانون نه ناوړه ګټه پورته کړي. موږ به ستم کم ونه ګڼو. ټول ښکېل کسان به سزا وویني".
جوني او جوګنو په فیسبوک کې یوه اعلامیه خپره کړې چې وايي، یوې ډلې پولیسو پر خوړنځي چپاو وروړی او په وړیا ډول یې له کارمنانو برګر غوښتي وو:
"پولیس خوړنځي ته ورغلي چې وړیا برګر ترلاسه کړي، خو دا ځل کله چې کارمنانو د برګر له ورکولو ډډه وکړه، د خوړنځي مشران یې وګواښل او بیا ولاړل. خو په بله ورځ بېرته راغل او ناحقه یې کارمنان وځورول".
جوني و جوګنو زیاتوي: "د جون پر ۱۱مه، ځینې پولیس لاهور کې زموږ خوړنځي ته ورغلي او د خوړنځي مشر یې له هېڅ کوم لامل پرته بندي کړی، بیا ورغلي او ټول کارمنان یې ورسره بېولي دي".
په خبرپاڼه کې راغلي، پولیسو ان کارمنان د خوړنځي د پخلنځي د اور ګولولو ته هم نه دي پرېښي؛ نغري همداسې بل پاتې شوي او مشتریان او مراجعین په انتظار کې پاتې شوي دي.
د خوړنځي کارمنان اوه ساعته بند ساتل شوي، چې د ځینو په وینا "پولیسو یواې په دې خاطر ځورولي چې وړیا برګر یې نه دي ورکړي".
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په پنجاب کې د پولیسو د سمون غوښتنه کړې ده او وايي چې سیمه ییز سیاستوال پولیسو کې خپل خپلوان ګوماري.