تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د البینېزم 'سپینکي' ناروغۍ نړیواله ورځ؛ په اړه یې څومره پوهېږئ؟
نن د جون ۱۳ مه د البینېزیم Albinism، خضري یا سپینکي ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي ورکړي نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې په دغې ناروغۍ اخته کس ته معلول وايي.
د دودیزو باورونو پر بنسټ، هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي، په ټولنه کې منزوي یا ګوښه وي او ځینې کسان ورسره سم چلند هم نه کوي.
ملګرو ملتونو سږ کال (له ټولو توپیرونو لوړه پیاوړتیا) د دغې ناورغۍ د ورځي شعار ټاکلی دی. دغه نړیوال بنسټ له خلکو غوښتي، چې د ژوند په ټولو برخو کې په د البینیزم د اخته کسانو لاسته راوړنو ته پام ډېر کړي، تر څو ټول په دې پوه شي، چې په دغې ناروغۍ اخته کسان کولای شي له فرصتونو څخه ګټه واخلي.
د البینېزم یوه نادره جنتیکي جلدي ناروغي ده. پر دې ناروغۍ د اخته کس د پوستکي او ویښتانو رنګدانې کمې وي او د لمر یا روښنايۍ پر وړاندې خورا حساس وي. په یادې ناروغۍ د اخته کسانو د پوستکي او د ویښتانو رنګ تک سپین وي او د سترګو رنګ یې اسماني وي.
په ټوله کې په البینیزم د اخته کسانو د سترګو لید کم وي او روښنایۍ ته نه شي کتلای. په البینېزم اخته کسان په ټولنه کې له توپیري چلند او ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
یوه بېلګه یې د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې دوې خویندي دي، چې له زېږېدو سره سمې د البینیزم په ناروغۍ اختې وي. دوی په ټولنه کې ګوښي شوې او ډېرې بدي تجربې لري. د هغوی پلار محمد ذکي بي بي سي ته وویل،"د خلکو خبرو او کنایې اړ کړ چې لوڼې له ښوونځي راوګرځوي."
دا یوازې افغانستان نه دی چې د البینیزم ناروغان له بېلا بېلو ستونزو او توپیري چلند سره پکې مخ دي. بلکې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د البینېزم ناروغان سخت ټولنیز ژوند لري.
البینېزم ته په افغانستان کې په دودیز ډول خضري وايي، ظاهراً په دغې ناروغۍ د اخته کېدلو په اړه عامه او دودیز باورونه خرافاتي ریښې لري چې همدا باورونه او دودیزې کیسې په ټولنه کې په البینېزم د اخته کسانو د منزوي کېدو نور لاملونه دي.
ډاکتران وايي، په البینیزم اخته کسان په ذهني او عقلي لحاظ روغ وي. خو په وینا یې د سترګو د کم لید له امله ځینې یې په زدکړو کې لږ ستونزه لري.
د څېړنو له مخې په هر ۴۰ زرو کسانو کې یوه یې د زیږېدو پر مهال په البینیزم اخته وي.
په ۲۰۱۴ کال کې ملګرو ملتونو د البینیزم ناروغانو سره د مرستې او د دغې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي ډېرېدو لپاره د جون ۱۳ مخه د البینیزم نړیواله ورځ غوره کړه. د سږ شعار یې له ټولو توپیرونو لوړه پیاوړتیا ټاکل شوی دی.
ملګرو ملتونو له خلکو غوښتي، چې د ژوند په ټولو برخو کې په البینیزم د اخته ناروغانو لاسته راوړنې په جنشنونو ولمانځي او نړۍ ته دې روښانه کړي، چې په دغې ناروغۍ اخته کسان له نورو سره برابر او د ژوند له ټولو چانسونو ګټه اخیستلای شي.