تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا: د پاکستان پنجاب کې چارواکي د هغو کسانو سېم کارت بندوي چې واکسین نه لګوي
- Author, عمر دراز ننګیانه
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پاکستان پنجاب ایالتي حکومت پرېکړه کړې، د هغو کسانو موبایل سېم کارتونه به بند کړي، چې د کورونا ضد واکسینو له لګولو انکار وکړي.
د دې بندیز هدف په صوبه کې ډېرو خلکو ته له کورونا وېروسه د ژغورنې واکسین ورکول بلل شوي دي.
په دې لړ کې ځینې نور وړاندیزونه هم شته، چې کېدای شي پارکونو، رستورانونو، حکومتي دفترونو او سرپټو بازارونو ته هم د هغو کسانو پر ننوتو بندیز ولګول شي چې د کورونا واکسین نه لګوي.
د پنجشنبې پر ورځ د روغتیا صوبايي وزیرې ډاکتر یاسمین راشد په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې لومړي پړاو کې به د سیم کارت بندولو پرېکړه عملي کېږي.
د پنجاب ایالت روغتیا ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، رسماً به دغه پرېکړه د جون پر ۳۰ مه عملي شي.
د دغه چارواکي په وینا د دې بندیزونو وړاندیز د کورونا مخنیوي فدرالي ادارې (این سي او سي) له لوري ځايي حکومت ته استول شوي دي.
دغه چارواکی وايي: ''د دې اقداماتو هدف دا دی چې د روان کال تر پایه د حکومت له لوري ټاکل شوي هدف یانې ۷۰ سلنه وګړو ته کورونا ضد واکسین ورکړل شي. ''
د عامې روغتیا ځايی چارواکي وايي، هغو کسانو ته به لومړی یو خبرداری استول کېږي، چې نه یې واکسین لګولي او نه یې هم د واکسین لپاره نوم ثبت کړی دی.
چارواکي وايي، دې کسانو ته به ویل کېږي چې د خپلې پېژندپاڼې یا شناختي کارت شمېره باید د واکسین لپاره د نوم لیکنې چارواکو ته ورکړي او که څوک بیا هم نوم لیکنه نه کوي، د موبایل ټیلیفون هغه سیم به یې غیر فعال شي چې د شناختي کارت له مخې یې ترلاسه کړی دی.
چارواکي وايي، یوازې د واکسین لګولو په صورت کې به دغه ډول سیم کارتونه بېرته فعالېږي.
د کورونا واکسین پر ضد د ناسمو معلوماتو خپرېدل، بېلا بېل ګنګوسي او د واکسین لږوالی هغه عوامل بلل کېږي چې له کبله یې پاکستان کې د کورونا ضد واکسین بهیر پڅ پر مخ ځي.
د این او سي ادارې شمېرې ښيي چې پاکستان کې نهه نیمو ملیونه خوراکه واکسین کارول شوی، خو په بشپړ ډول د واکسین اخیستونکو کسانو شمېر ۲۹۰ زره کسانو ته رسېدلی دی.